څوك د اسلام د دائرې نه خارجول سمه نه ده ٬ فېصل ووډا به د خپل بيان سپيناوې كوي۔ شاہ محمود قرېشي

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان پارلمان د رسول ۖ د عاشقانو محفل دے او مونږ د رسولۖ په غلامۍ فخر كوٶ٬ اسلام د دعوت دين دے او څوك د اسلام د دائرې نه خارجول سم نه دي٬ فېصل ووډا به د خپل بيان سپيناوې كوي او دوهم سپيكر فېصل ووډا وضاحت لپاره ايوان ته رابللې دے۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال مولانا عبدالشکور، مولانا عصمت اللہ، شېخ روحېل اصغر، خواجه آصف او د راجه پروېز اشرف لخوا د فېصل ووډا د بيان په اړه د اعتراضونو ځواب وركولو سره وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل ايوان كښې به يو كس هم داسې نه وي څوك چې برنو جذباتو سره اختلاف لري٬ د پاکستان پارلمان د رسول ۖ د عاشقانو محفل دے او مونږ د رسولۖ په غلامۍ فخر كوٶ٬ كه حضرت محمدۖ نه وي نو د كائنات ضرورت نه ٶ دا هر څه زمونږ د ايمان برخه ده۔ ده ووئيل بايد فاضل غړي ته د وضاحت موقع وركړې شي اسلام خو د دعوت دين دے٬ څوك د اسلام نه خارجول سم نه دي٬ ده ووئېل فېصل ووډا به خپل وضاحت كوي ٬ اميد دې چې بيا به هېڅ ګنجائش پاتې نه وي۔ د دې نه وړاندې د اعتراض په نكته د اېم اېم اے مولانا عبدالشکور ايوان ته ووئيل فېصل ووډا د مارچ په درېمه نيټه د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې د سپكاوي كلمات ادا كړې وو كوم چې ډېرې متنازعه او د آئين په ضد وو ٬ ده ووئېل آئین د توهين سزا لري٬ مونږ د ياد شوې وزير په ضد د كاروائۍ غوښتنه كوٶ۔ مولانا عصمت اللہ ووئيل كه وفاقي وزير قصداً داسې وئيلي وي نو ھغه د اسلام د دائرې نه خارج شوې او كه په خطا كښې ئې وئيلي وي نو معافي دې وغواړي او د خپل ايمان تجديد دې وكړي۔ شېخ روحېل اصغر ووئېل د مال او دولت په نشه كښې دا ډول بيانونه وركول پكار نه دي۔ ده ووئيل زمونږ ځان ٬ مال او عزت په حضور نبي كريمۖ او په ټولو نبيانو قربانوو٬ د فېصل ووډا بيان د نه قبلېدو دې٬ د ھغه بيان سره نه يوازې د پاكستان بلكې د ګردې نړۍ د مسلمانانو جذبات محروح شوې بايد وفاقي وزير بخښنه وغواړي۔ خواجه محمد آصف ووئيل زمونږ ټول ايوان د او آئي سي غونډې پحقله د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې وه د كومو په نتاظر كښې چې زمونږ پوزيشن مستحكم شوې ٬ د او آئي سي په غونډه كښې منظور شوي قراردادونه د هند په ضد او زمونږ د موقف تائيد دے۔ راجه پروېز اشرف ووئيل يو مذهب لپاره هم دا ډول كلمات ادا كول پكار نه دي٬ يو مذهب٬ قانون ٬ آئين او ټولنه د اولس د دل آزارۍ د كلمات اجازه نه وركوي٬ د وفاقي وزير بيان سره د هر مسلمان زړه دړدېدلې دې٬ دا د سياست خبره نه ده ۔ ده ووئيل فېصل ووډا غېر ذمه وار ټكي كارولې ٬ دا پارلمان د عاشقان رسولۖ ايوان دے وفاقي وزير له دلته د الله پاك ٬ اولس ٬ پارلمان او د ټولې نړۍ مسلمانانو څخه معافي غوښتل پكار دي۔ ده ووئيل د توبې دروازه لوي څښتن په چا نه ده بندې كړې٬ حضورۖ هم رحمت اللعالمين دے۔ د دې نه پس دوهم سپيكر فېصل ووډا سپيناوي لپاره ايوان ته راوبلل

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں