نګران وفاقي كابينې په اېف بي آر كښې اصلاحات لپاره د بېن الوزارتي كمېټئ جوړولو امر وكړو٬ د ټولټانكو سوله ايزې تابيا لپاره د پاك پوځ او د سول آرمډ فورسز ډلو د تعيناتۍ منظوري

image

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) نګران وفاقي كابينې په اېف بي آر كښې اصلاحات لپاره د بېن الوزارتي كمېټئ جوړولو امر كړے او د ټولټانكو سوله ايزې تابيا لپاره د پاك پوځ او د سول آرمډ فورسز ډلو د تعيناتۍ منظوري ئې وركړې ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د كابينې غونډه وشوه ٬ نګران وفاقي كابينې د فېډرل بورډ آف ريونيو ري سټرکچرنګ او د ډيجيټائزيشن په لړ كښې په وراندې كړو تجويزونو په زړه پورې بحث وكړو۔ وزيراعظم په اېف بي آر كښې د اصلاحات په اړه د وړاندې كړو تجويزونو په لړ كښې د كابينې د غړو د رائے تر مخه د خزانې وفاقي وزېرې په مشرۍ كښې د يو بېن الوزارتي كمېټئ جوړولو امرو كړو٬ د کميټۍ په نورو غړو كښې به د نجكارۍ٬ خارجه چارو٬ تجارت٬ توان ٬ قانون او انصاف او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزيران شامل وي۔ كمېټي به د دې تجويزونو په اړه خپل سفارشات د كابينې راتلونكې غونډه كښې وړاندې كوي٬ كابينې په هېواد كښې ټېكس آمدن زياتولو٬ د ټېكس-جي ډي پي په تناسب كښې بهتري او د فېډرل بورډ آف ريونيو د انتظامي ډهانچې په اړه د وړاندې كړو په تفصيلي تجويزونو د خزانې وزېرې ډاکټر شمشاد اختر د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم او د كابينې ټولو غړو په مشتركه توګه د اېف بي آر اصلاحات په اړه د دې تجويزونو تائيد وكړو او د دې موقف پخلے ئې وكړو چې نګران حكومت به د اېف بي آر اصلاحاتي اېجنډا پائې ته رسولو كښې خپل بشپړ كردار لوبوي۔ دغسې وفاقي کابينې د داخله وزارت په سفارش د ټولټاكنو سوله ايزې تابيا لپاره د پاك پوځ او د سول آرمډ فورسز ډلو د تعيناتۍ منظوري هم وركړه، كوم چې به په حساس حلقه جات او پولنګ سټېشنز خپله وظيفه ترسره كوي او د ريپډ رسپانس فورس په توګه به هم كار كوي۔ وفاقي کابينې د خزانې وزارت په سفارش د طاهر حسېن قرېشي د اېس اېم اېس بېنك صدر په توګه د ملازمت په موده كښې د دريو مياشتو يا د ادارې تر باضابطه توګه بندېدو د پراختيا منظوري هم وركړه۔ وفاقي کابينې د قامي صحت وزارت په سفارش د اسلام آباد هېلتھ ريګوليټري اتھارټۍ په رجسټرېشن بورډ كښې د ميډيکل کالجز د نمائنده په توګه د پروفېسر ډاکټر انور علي شاہ، د پرنسپل شفاء کالج آف ډينټسټري، د شفاء تعمير ملت يونيورسټي اسلام آباد او پرائيويټ هېلتھ کيئر اسټيبلشمنټ سېکټر نمائنده لپاره د ډاکټر در شهوار فېصل د تعيناتۍ منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د صحت وزارت په سفارش د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيکل يونيورسټي اسلام آباد د وائس چانسلر تعيناتۍ لپاره د سرچ کميټې جوړولو منظوري هم وركړه٬ دغس ېوفاقي وزير به د صحت كمېټۍ مشر وي۔ وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کميټۍ د جنورۍ د نهمې نيټې كال 2024 په غونډه كښې د شوو پرېكړو توثيق وكړو٬ دغس ېوفاقي کابينې لېجسلېټو كېسز لپاره د کابينه کميټۍ د نهمې او 17مې جنورۍ كال 2024 په غونډو كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں