د سپيکر اسد قيصر او ډپټي سپيکر قاسم خان سوري قام له د يوم پاکستان مباركي

image

اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر او ډپټي سپيکر قاسم خان سوري د يوم پاکستان په موقع قوم له مبارکي وركولو سره وئيلي د 23 مارچ ورځ د برصغير په تاريخ كښې يو جلا مقام لري، هېواد پېښو ستونزو څخه وېستلو له مونږ نن هم هغه جذبې ته اړټيا لرؤ۔ د يوم پاکستان په موقع د قام په نامه جلا جلا پيغامونو كښې دوي ووئيل 81 كاله وړاندي په ننۍ ورځ د سوئيلي اسياﺀ مسلمانانو د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې په لاهور كښې يو جلا هېواد ترلاسه كولو له د هلو ځلو لوظ كړے ؤ او قرار داد لاهور ئې منظور کړے وو كوم ته چې بيا د قرارداد پاکستان نامه وركړې شوه۔ ده ووئيل دې قرارداد مسلمانانو له نوي اړخ او سوچ وركړې او آزادۍ تحريك له يو نوي جوش او ولوله وركړې شوه۔ ده ووئيل قائدا عظم د اسلام د امن او برداشت او انسانيت سره د مينې اصول خپل شعار جوړ كړے وو چې ورسره نه يواځي د هندوستان مسلمانان بلکه په برصغير كښې مېشته نور اقليتونه هم متاثر كېدو سره مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد د غوښتني په تحريك كښې شامل شول۔ سپيکر د قائدا عظم قيادت ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ سپيکر اسد قيصر ووئيل يوم پاکستان د لوظ پخلي او وفا كولو ورځ ده۔ په نن ورځ بايد مونږ خپلو كښې اختلافات هيرولو سره د هېواد پرمختګ اوسوكالۍ لپاره يو موټې شؤ او قائد د اتحاد يقين او تنظيم رهنما اصول خپلولو سره عهد وكړو۔ ده ووئيل نن چې هېواد د كومو بحرانونو نه تيريږي د هغوي مخنيوي لپاره به مونږ له خپل منځه اختلافات هيرولو سره يو موټي كيدو سره هېواد او قوم لپاره اجتماعي سوچ خپلول وي۔ ده ووئيل کشميريانو له باور وركوم چې پاکستانې قوم عمر له هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ډپټي سپيکر قاسم خان سوري ووئيل قرارداد پاکستان د آزادۍ تحريك له يو نوي روح وركړې او مسلمانان ئې د يو عظيم مقصد لپاره يو موټي كړي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د هېواد تعمير او پرمختګ له به د كومې هم قربانۍ نه ډډه ونكړې شي۔ ده د غير ملکي دفاعي ادارو ذکر کولو سره ووئيل د پاکستان وسله والو او قانون نافذ کونكو ادارو د هېواد بقاء له چې كومي قربانۍ وركړې دي هغه به عمر له ياد ساتلې شي۔ده ووئيل د قرار داد پاکستان په رڼا كښې هېواد كښې د معاشي او سماجي انقلاب راوستلو بشپړه هڅي به رواني ساتلې شي۔(

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں