اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي وئيلي دي چې پاکستان عراق سره دوه اړخييزه اړيكي مهي ګڼي او دغې اړيكو لا مستحکمولو كښې خوښي لري۔ دا خبره ده د عراق د دفاع وزير عناد سعدون الجبوري سره خپلو خبرو كښې كړي چا چې ده سره د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔ د دفاعي پيداوار وفاقي وزيره زبيدہ جلال هم په دې موقع موجود وه۔ په ملاقات كښې په دوه اړيخيزه اړيكو او د سيمه ايزې سلامتيا پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شاہ محمود قريشي ووئيل پاکستان او عراق خپلو كښې د ورورولۍ اړيكي لري۔پاکستان د عراق د سيمه ايزې سلامتيا بشپړه ملاتړ كوي۔ خارجه وزير د پاکستان او عراق ترمينځه بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره د اعليٰ پائې پلاوي تګ راتګ په حادت زور راوړو ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د عراق وګړو قربانيو ته د قدر په سترګه ګورو۔ دواړه لارښودو سيمه كښې د امنيت او استحکام لپاره پھ ګډه كار كولو له د عزم پخلې وكړو۔ د عراق د دفاع وزير سيمه كښې امن او استحکام لپاره د پاکستان پله پسې هڅې وستائلي۔