د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سناتور سليم مانډوي والا سره د پرتګال سفير پاولونيوس پونيهو وليدل

image

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سناتور سليم مانډوي والا وئېلي دي چې پاكستان او پرتګال په تجارتي كچ دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره لا اقدامات كړي دغسې چې په دواړو هېوادونو كښې تجارتي او اقتصادي هلو ځلو كښې لا تندوالې راشي۔د پرتګال سفير پاولوينوس پونهپهو په پارليمنټ هاؤس كښې په ملاقات كښې ده ووئيل چې نجي څانګه كښې رابطه كارۍ ته لا وده وركولو سره دوه اړخيزه تجارت لا زياتېدې شي۔ده ووئيل چې په دواړو هېوادونو كښې تجارجي حجم پھ ټېټه كچه دې او ضرورت د دې خبرې دې چې د دواړو هېوادونو بزنس كميونټۍ دې يو بل ته رانزدې كېدو لپاره ګامونه پورته كړې۔د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سناتور سليم مانډوي والا ووئيل چې پاكستان پرتګال سره خپلې شريكې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او زمونږ خواهش دې چې دا اړيكې په پارليماني٬تجارتي او اقتصادي كچه لا پراخا كړی شي۔ده ووئيل چې پرتګال يو مهم هېواد دې او د دواړو هېوادونو ترمينځه په نړيواله كچه د ښه مرستې ګنجائش موجود دې۔د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن د پرتګال د پارليمان سپيكر ته د پاكستان د دورې باضابطه بلنه هم وركړه او وې وئېل چې په پارليماني كچه به د پلاوي په تبادلو كښې تندوالې راوستل وي۔د پرتګال سفير د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن خيالاتو اتفاق كولو سره د پاكستان او پرتګال ترمينځه تجارتي روابط استحكام او پارليماني پلاوي په تبادلو كښې په تندوالي راوستلو هم زور راوړو۔د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن د پرتګال حكومت٬پارليمان ا و اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او دوه اړخيزه اړيكو ودې وركولو لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں