نړيوالې كمپنۍ د ګلف كلب زمكه په ليز اخستل غواړي٬د كومې څخه چې ګټې پورته كولو ته اړتيا ده۔وفاقي وزير شېخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د رېلوے ګلف كلب كيس به 20 كاله پس انجام ته ورسي۔د زيارت په ورځ په سپريم كورټ كښې د رېلوے ګلف كلب كيس سماعت نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل نن تر ټولو مهم كيس وو د كومې سماعت بشپړېدو نه پس چې د كيس پريكړه محفوظ كړی شوې۔ دا كيس به 20 كاله پس انجام ته ورسي۔ هيله لرو چې په دې معامله كښې به انصافي پريكړه وكړی شي چې ورسره به د رېلوے زیان كم كړی شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نړيوالې كمپنۍ د ګلف كلب زمكه په ليز اخستل غواړي٬ د كومې څخه چې ګټې پورته كولو ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں