مکه المکرمه 07 جون (اے پي پي) د پاکستان پشمول د ټولې نړۍ څخه ګڼ شمير مسلمانان به سږ كال د حج سعادت ترلاسه كوي،5 ورځني د حج مناسك به د 14 جون څخه پيل كېږي،د حج رکن اعظم وقوف عرفه به په 15 جون د خالي په ورځ كېږي ٬ سږ كال حج كوونكو له ښه آسانۍ وركولو لپاره انتظامات بشپړ شوي، په مقدس ځايونو به د حجيانو امنيت باوري كولې شي او د هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره هم انتظامات ته حتمی شکل وركړے شوے۔تفصیلات له مخې تر اوسه 12لكهه څخه زيات مسلمانان حج ادا كولو له سعودي عرب ته رارسيدلي۔ د حج كوونكو 5 ورځنې حج مناسك به د 14 جون 2024 د جمعې په ورځ پيل كيدو سره منیٰ ته رسي۔يوه ورځ په منیٰ كښې د قیام په مهال به حج كوونكې 5 وخته مونځ او عبادت كوي۔په 15 جون به د خالي په ورځ سهار حج كوونكې د عرفات مېدان لپاره روانيږي كوم چې د حج رکن اعظم دے۔ عرفات مېدان كښې د حج خطبې نه پس د ماسپخښين او مازيګر مونځ به په يو ځاے كولې شي۔ حجيان به عرفات مېدان كښې د قیام په مهال ټوله ورځ خضوع وخشوع سره د لوئي څښتن عبادت کوي۔د ماښام څخه وړاندې به حجيان د مزدلفه پلو روانيږي چرته به چې د ماښام او ماسڅښتن مونځ په يو ځاے كوي۔ مزدلفه كښې به حجيان شیطان په تيګو ويشتلو لپاره تيګي راجمع كوي۔ حجيان به شپه په مزدلفه كښې كوي چرته به چې د آرام كولو سره سره عبادت هم كوي۔په 16 جون د اتوار په ورځ به حجيان منیٰ ته ستنيږي چرته به چې رمی جمرات کوي۔ شیطان په تيګو وېشتلو نه پس به حجيان د لوئي څښتن په لاره كښې د ځناورو قرباني كوي بيا به سر خرولو سره احرام پرانيزي او عامي جامې به اچوي او بيا به دوه ورځې منیٰ كښې قیام کوي۔په 16 جون به حجيان د بیت اللہ طواف لپاره مکې ته ځي۔ په 17 جون د ګل په ورځ به حجيان يو ځل بيا رمی جمرات کوي او ټوله شپه او ورځ به په عبادت كښې تيروي۔په 18 جون د نهې په ورځ به په آخري ځل درې واړه شیطانان په تيګ ويشتلو نه پس حجيان د ماښام څخه وړاندې د منیٰ حدود څخه اوځي۔