بهاولنګر 30 جنوري (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) قائد او پخواني وزیراعظم نواز شریف وئيلي دي د 8 فروري څخه به د پرمختګ مزل بيا پيل شي۔ کرپشن فری پاکستان جوړونكو پاکستان كښې د کرپشن يو نوے داستان پرېښودے ، غريبي او بے روزګاری زياته شوې ،د څيزونو بيعې آسمان ته رسيدلې۔صنعت او زراعت تباهۍ سره مخ شوي ۔كومه نوې پروژه نه ده پيل شوې ٬ د قام سره هر ډول ظلم شوے۔د پاکستان د پرمختګ مزل به د 8 فروري څخه بيا پيل شي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ جناح اسټيډیم هارون آباد كښې اولسې غونډې ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د مسلم لیګ ن کاركندان ، تحصیل او ضلعی عهديدار او د صوبائی اسمبلۍ كانديد ډاكټر مظهر اقبال، د قامي اسمبلۍ كانديد نورالحسن تنویر نه علاوہ د ضلعې قیادت هم موجود ؤ ۔ ده ووئيل اولس د ګرانۍ سره مخ دے،څوك پوښتنه كونكے نشته۔هېواد كښې د سپكو سپورو سیاست ته وده وركړې شوې ٬خو اوس هېواد كښې اولس زيات شعور لري۔ده ووئيل كه اولس موقع راكړه نو د اولسې خذمت مزل به بيا پيل كړو او وګړي به د ګرانۍ څخه خلاص كړو ، ده ووئېل بے روزګاري به ختمه شي او د هېواد معیشت به ښه كړے شي۔