په سوشل ميډيا د خبريالانو او يوټوبرز د ځورولو ډنډوره كېږي٬ چا ته نوټس جاري كول د ځورولو په زمره كښې نه راځي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي “جي ټي وي” پروګرام كښې خبرې

image

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي په سوشل ميډيا د عدليه په ضد ناوړه كمپائن چلولے شوے او په دې نوټس جاري كړے شوے، په سوشل ميډيا د خبريالانو او يوټوبرز د ځورولو ډنډوره كېږي٬ چا ته نوټس جاري كول د ځورولو په زمره كښې نه راځي۔ د ګل په ورځ د “جي ټي وي” په پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په قانوني توګه اېف آئي اے د نوټس جاري كولو اختيار لري، اېف آئي اے 32 خبريالانو ، يوټيوبرز او 22 سياسي كسانو ته نوټس جاري كړے چې ھغوي دې په فلانۍ نيټه خپل موقف لپاره راشي۔ ده ووئيل تر اوسه دا نوټس برقرار دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د آئين ارټيكل 19 له مخئ تنقيد كولو ته آئيني تحفظ ترلاسه دے خو د تنقيد په نامه څوك ذليل كول او د هغوي سپكاوے كول د ذكر شوي ارټيكل په دائره كښې نه راځي۔ ده ووئيل څوك د قانون نه پرته نه دي٬ كه چا د قانون خلاف ورزي كړې نو بايد قانون سره مخ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ورځپاڼو كښې د هر ډول خبر تصديق لپاره ګېټ كيپر نظام موجود وي، د دې نظام د لارې دا تصديق كېږي چې فلانې خبر سم دے يا نه دے خو په سوشل ميډيا ځينې يوټيوبرز يو نوې سياسي معيشت تخليق كړے چې ھغه به دومره لوئې دروغ وائي او پروپېګنډا به كوينو د دغې ويوز به دومره زيات رامېنځ ته كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د قانون په خلاف ورزۍ پي ټي اے هر يو وېب پاڼه بندولې شي، كه يو خاص وېب پاڼه بنده شوې وي او كه د قانون خلاف ورزي نه وې شوې نو د دغې شكايت پي ټي اے ته كېدے شي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں