د ټول ټاكنو په مهال فول پروف امنيت باوري كولو له تعينات امنيتي اهلكارو لپاره ضابطه اخلاق جاري

image

اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د ټول ټاكنو په مهال فول پروف امنيت باوري كولو لپاره انتخابي ډيوټۍ او انتظامات له تعينات امنيتي اهلكارو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړې دي۔ د جمعې په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي ضابطه اخلاق له مخې ټول ټاكنو 2024 لپاره د وسله والو ځواكونو نه علاوه قانون نافذ كونكو ادارو سره تعلق لرونكي امنيتي اهلكار او سول آرمډ فورسز(كومو لپاره به چې جلا ضابطه اخلاق جاري كولې شي)تعينات كړې شوي دي۔ هغوي به په ټول ټاكنو كښې د قانون له مخې او د مينډېټ د حد دننه پاتې كېدو سره خپل فرائض ترسره كوي۔ ټول ټاكنې 2024 سپېځلې او په سولييز ډول كولو لپاره ټولو پولنګ سټېشنو نه بهر به امنيتي اهلكار تعينات كولې شي٬ دا اهلكار به د پاكستان آئين آرټيكل 220 ٬ سيكشن 5 له مخې خپله وظيفه ترسره كوي۔ د قانون نافذ كونكو ادارے هر ګزټېډ افسر به د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شوي نوټيفيكېشن د لارې ده ته سپارلې شوي اختيارات كاروي۔ د پاكستان اليكشن ايكټ 2017 سيكشن 193 له مخې به اړوند ډسټركټ ريټرننګ افسران٬ريټرننګ افسرانو سره مرسته كوي٬ د الېكشنز ايكټ 2017 سيكشن 83(4) له مخې پريذائيډنګ افسر له به د قانوني فرائضو په فعاله توګه ترسره كېدو كښې مرسته كول وي او په پولنګ كښې نظم او نسق په ځاې ساتل د پريذائيډنګ افسر بنيادي ذمه واري ده۔ پريذائيډنګ افسر به نظم په ځايې ساتل او د ووټنګ عمل روان ساتل باوري كولو له ګوند يا كانديد سره بشپړه مرسته كوي ٬ دا خبره به باوري كوي چې ووټرز لپاره پولنګ سټېشنونو څخه بهر په زړه پورې چاپېريال باوري كړې شي۔ ووټران به يرولې نه شي او نه به دوئي ووټ كارولو څخه منع كولې شي۔ دا خبره دې باوري كړې شي چې څوك به ځان سره كومه وسله ٬ چاؤدېدونكي توكي يا موبائل فون يا داسې بل كوم څيز چې د بولنګ عمل ته زيان رسوي راوړلې نه شي۔ ووټرز ته به آسانۍ وركولې شي او د دې آسانۍ زيات حقدار مشران ٬ نرښځيان ٬ ماشومانو ته پۍ وركوؤنكې مېرمنې ٬ او معذور دي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں