اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت د اجمير شريف لپاره تلونكې پاكستاني زائرين د هند لخوا د ويزې په نه جاري كولو لاهور ته د رسېدو څخه منع كړي۔د زيارت په ورځ د وزارت وياند په خپل بيان كښې وئېلي دي د اجمير شريف زائرينو له د پروګرام له مخې د جمعې په ورځ لاهور ته تلل وو خو د هند د اړخه زائرين هغسې د ويزې په انتظار دي۔د پاكستان زائرين اجمير شريف ته په 13مه جنورۍ هند ته تلونكې وو۔د هند هائي كمېشن تر اوسه د زائرينو د ويزو په اړه كومه اطلاع نه ده وركړی۔وزارت ټولو زائرينو ته سپارښتنه كړی چې د نوې اطلاع تر ترلاسه كېدو لاهور ته مزل مه كوۍ۔دا خبره دې ياده وي د دواړو هېوادونو د مذهبي سېلګرو پلاوي د 1974 لوظ نامې ترمخه سفر كوي۔د لوظ نامې ترمخه هر كال ګڼ شمېر هندوان او سكھ ياتريان پاكستان كښې خپلو مذهبي ځايونو كښې ياترا كوي۔دغسې د پاكستان زائرين په هند كښې د دين بزرګانو 6 خانقاګانو ته حاضرې له ځي۔