صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي ټیکس محتسب دفتر دورہ، وفاقی ټیکس محتسب د 8128 ټیکس شكايتونو لرې كولو سره ځپليو له د 17.74 اربه روپو ریلیف وركړے ۔ بریفنګ

image

اسلام آباد 10 جنوری (اے پي پي) وفاقی ټیکس محتسب (ایف ټی او) د كال 2023 په مهال د ټیکس او کسټم چارواكو بد انتظامۍ په ضد د 8128 ګيلو ازاله كړې دغسې په كال 2022 كښې دا شميره 6106 وه، اېف ټی او 2022 كښې د 7 اربه روپو به مقابل كښې كال 2023 كښې ټیکس وركوونكو له 17.74 بلیونه روپۍ ریلیف وركړے ۔ دا خبره صدر ډاکټر عارف علوی ته د بریفنګ په مهال شوې چا چې د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د اېف ټی او آفس دورہ كوله۔ د وفاقی ټیکس محتسب (ایف ټی او) ډاکټر آصف محمود جاہ، د ایف ټی او صلاحكارو ، سيمه ايزو مشرانو او داېف ټی او سینئر چارواكي په غونډه كښې ګډون كولو۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې وفاقی ټیکس محتسب ډاکټر آصف محمود جاہ صدر مملکت د ایف ټي او مجموعی کارکردګۍ ، آؤټ ریچ او د ټیکس وركوونكو له د اسانيو لپاره اقداماتو په اړه خبر كړے شو ۔ده ووئيل ایف ټي او په 60 ورځو كښې د ټیکس چاراكو د بدانتظامۍ په ضد ګيلو كوونكو له ويړيا انصاف وركوي ۔ده ووئيل د كال 2023 په مهال د ګيلو لرې كولو لپاره اوسط وخت د كال نه 44 ورځو ته راوستلے شوے۔ ده ووئيل ایف ټي او يوه اولسې ریلیف وركونكې اداره ده كومې چې د خپلو پريكړو د لارې کمه تنخواہ لرونكو ملازمانو ، استاذانو ، تنخاہ دارې طبقې، پنشنرز او د ګاړو اغستونكو له ټيكس كښې ریلیف وركړے۔په دې موقع خپل خطاب کښې صدر ووئيل ایف ټی او له به تر ټیکس وركوونكو خپلې رسني زياتولو نه علاوه د ګيلو اندراج او د هغې لرې كولو لپاره خپلې هڅې كوټلې كول وي۔ده د اېف ټي او او اېف بي آر ترمينځه په خپلو پريكړو په وخت عملدرآمد او د ټیکس نظام كښې ښه والي لپاره د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل پاکستان كښې د ټیکس او ریونیو جنریشن زياتولو لپاره ښه ټیکس نظام ته اړتيا ده۔ صدر د ایف ټی او کارکردګی وستائله چا چې ګيلو كوونكو له د 17.74 بلیونه روپو ریلیف وركولو نه علاوه تير كال 8,128 راغلې ګيلې لرې كړي۔دغسې صدر د ګيلو كوونكو او په خاص توګه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له په وخت ريليف وركولو په حاجت هم زور راوړو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں