اسلام آباد۔4 اکتوبر(اے پی پی) د جموں و کشمیر په نړيواله توګه منلې شوې شخړيزې سيمې په اړه خپله بې بنسټه بيانيه خپرولو له د هند حكومت او د هغوي متعصبه ميډيا د ګروپ 20 سرمشريزې غوندې په څير كوم هم نړيوال فورم په ناسمه ډول كارولے شي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې هند د G-20 اوسنۍ غونډې په مهال د متحده عرب امارات دوهم وزيراعظم سېف بن زید النهیان په پس منظر كښې ښودلے شوے او د پاكستان او هند په نقشه هندۍ ميډيا زياته مبالغه آرائي وكړه په كومه كښې چې د جموں وكشمير شخړيزه سيمه د هند د برخې په توګه ښودلې شوې وه۔ متعصب هندۍ ميډيا دا پېښه داسې وړاندې كړه لكه د متحده عرب امارات دوهم وزيراعظم د جموں وكشمير په اړه د هند دريځ قبول كړې وي حال دا دے چې په حقيقت كښې په دغه عكس او نقشه كښې د هند منځني ختيز او اروپا اقتصادي روټ ښودلے شوے ؤ۔ په دغه دستوره كښې يوه وېډيو هم جاري كړې شوې وه په كومه كښې چې د راهدارۍ په ملاتړ كولو د امريكائي صدر جوبائيډن لخوا د يو اے اي د صدر محمد بن زید النهیان مننه شوې وه۔ دستوره كښې دا نقشه هند وړاندې كړې وه په كومه كښې چې د جموں وکشمیر په اړه د دې د بيانيې منظر كشي شوې وه۔ حال دا دے چې ملګرو ملتونو جموں وكشمير يوه متنازعه سيمه ګرځولې ده او د امريكا په شمول باقي نړۍ هم په دې موافقت لري۔ د ستمبر په 14 مه نېټه د پاكستان د خارجه وزارت وياندې ممتاز زهرہ بلوچ د هند د متعصبې ميډيا په اړه يو بيان كښې وئيلې وو چې پاكستان د ملګرو ملتونو د قومي رياستونو تر ټولو ستر استازے او بشپړ فورم ګڼي۔ دې زياته كړه چې په كومه هم نقشه كښې چې ټول رياست جموں وكشمير د هند برخه ښودلې شوې وي د حقيقت په ضد ده۔ په ستمبر 2021 كښې هندي خبريال ارنب ګوسوامی د هندوستان په ټي وي چېنل يوه بله د پاكستان مخالفه سازشي تھيوري د وړاندې كولو په مهال نيولے شوے ؤ۔ په 15ستمبر 2021 خپور كړې شوي “دی ډیبیټ” كښې ګوسوامی ادعا كړې وه چې په افغانستان كښې د دې ذريعو اطلاع وركړې ده چې د پاکستانی پوځ افسران کابل كښې د سرينا هوټل په 5 م منزل كښې مېشته دي۔ په بله ورځ دا خبره هم دروغ ثابت شوه ولې جې په كابل كښې سيرينا هوټل يواځې په دوو منزلونو مشتمل دے