د پي آئي اے پاکستان څخه ټورنټو لپاره فضائی آپرېشن د معمول له مخې دوامدار دے ۔ د پی آئی اے وياند

image

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان انټرنېشنل ایئرلائن (پی آئی اے) وياند عبداللہ حفیظ خان وئيلي دي د پی آئی اے پاکستان څخه ټورنټو لپاره فضائی آپرېشن د معمول له مخې دوامداره دے، اسلام آباد او لاهور څخه ټورنټو لپاره اوونۍ كښې دوه اړخيزه څلور پروازونه ځي راځي۔د شورو په ورځ د كاناډا فضائی آپرېشن په اړه خپل وضاحتی بیان كښې ده ټورنټو لپاره د پروازونو بندولو په اړه د خبرونو وضاحت کښې ووئيل د ټورنټو په هوائي ميدان هينډلنګ ایجنسۍ سره د واجبات نه وركولو په وجه پرواز د لاهور څخه تاخير سره روان شوے۔ پاکستان او كاناډا كښې د نظام الاوقات فرق وجه په ادائیګۍ كښې تاخیر شوے چې له امله ئې پرواز د خپل مقررہ وخت څخه څلور ساعته پس روان شوے۔ دغسې هينډلنګ ایجنسۍ او فیول کمپنۍ دوه لكهه ډالره واجبات ادا كړے شوي۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں