صدرمملکت د وفاقي انشورنس محتسب پرېكړې په ضد د پاك قطر فېملي تكافل درخواست مسترد كړو٬ كمپنۍ ته سره د منافعې 20 لكه روپۍ وګړي ته د وركولو امر

image

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) صدرمملکت ډاکټر عارف علوي د وفاقي انشورنس محتسب د پرېكړې په ضد د پاك قطر فېملي تكافل درخواست مسترد كړې۔ كمپنۍ ته سره د منافعې 20 لكه روپۍ وګړي ته د وركولو امر كولو سره صدر مملكت وئيلي چې د انصاف تقاضا ده چې كمپني اصل رقم سره منافع واپس كړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې وحيد احمد (شکايت کوٶنكي) په كال 2015 كښې د البرکه بېنك د لارې د تكافل پلان اخستې ٶ٬ د بېنك نمائنده دا تاثر وركړو چې 20 لكه روپۍ به په يو وخت ادا كول وي٬ پنځه كاله پس به رقم منافع سرې واپس ترلاسه شي٬ صارف ته يوولس كالو لپاره د پنځه لكه روپو كلن پرېميم سره څلور پاليسۍ جاري كړې شوې٬ شكايت كوٶنكې هر كال د پرېميم زيات رقم جمع كولو نه قاصر ٶ او كمپنۍ ته ئې خواست وكړو چې پاليسي دې منسوخ كړې شي ٬ صارف د رقم بېرته اخستو مطالبه وكړه خو رقم ده ته ترلاسه نه شو٬ شكايت كوٶنكي وفاقي انشورنس محتسب ته رجوع وكړه او محتسب د صارف په حق كښې پرېكړه وكړه۔ د محتسب د پرېكړې په ضد كمپنۍ صدر مملکت ته اپيل وكړو ۔ صدر مملكت د محتسب پرېكړې په ضد د كمپنۍ اپيل مسترد كولو سره د انشورنس کمپنۍ پاليسي هولډر ته شل لكه روپۍ سره د 6 كالو د منافعې وركولو پرېكړه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں