تلپاتي پرمختګ او سوكالۍ لپاره به نړيوالې پرمختائي مرستې ته وده وركول وي ٬ د وزيراعظم شهباز شريف په ګلوبل ډوېلپمنټ انيشيټو د اعلٰی كچې فورم ته ورچوئل وينا

image

اسلام آباد 10 جولائي(اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف تلپاتي پرمختګ او سوكالۍ لپاره نړيوالې پرمختيائي مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې پاكستان د ملګرو ملتونو تل پاتې پرمختګ 2030 هدفونو ترلاسه كولو له همكارو هېوادونو سره مرسته زياتول غواړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په ګلوبل ډوېلپمڼت انيشيټيو (جي ډي آئي) اولني د اعلٰی كچې فورم ته ورچوئل خطاب كښې وكړه۔ د دې فورم تابيا انټرنېشنل ډوېلپمنټ ايجنسۍ(سي آئي ډي سي اے)كړې وه۔ وزيراعظم سماجي اقتصادي پرمختګ او د موسمياتي بدلون خطرو كمولو او انسانيت د تلپاتې پرمختګ او سوكالۍ لپاره د پرمختګ د نوې محركاتو كارولو په لړ كښې يو متفقه نړيوال رسپانس لپاره د نړيوالې پرمختيائي مرستې ودې په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د تلپاتې پرمختګ هدفونو 2030 ترلاسه كولو له همكارو هېوادونو سره مرسته زياتول غواړي۔وزيراعظم د بشپړ او تلپاتې نړيوال پرمختګ شريكو هدفونو ترلاسه كولو له د نړيوال پرمختيائي اقدام په پېل كولو د چين ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں