آئي اېم اېف سره تړون د قام كاميابي ده، تړون سره پاكستان ته درې اربه ډالره ترلاسه شي۔ د خزانې وفاقي سينيټر اسحاق ډار

image

لاهور 30 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې آئي اېم اېف سره تړون د قام كاميابي ده، تړون سره پاكستان ته درې اربه ډالره ترلاسه شي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف آئي اېم اېف لوظنامې ته خاص پام كړې٬ وزيراعظم چې په پېرس كښې كومې سټرې كړې په ھغه د ھغوي مننه كوم٬ په تېر دور كښې ريكارډ قرض اخستې شوې۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل چې د آئي اېم اېف لوطنامې لپاره د ے وزيراعظم هڅې د ستائنې وړ دي٬ د لوظنامې په مهال ستونزې رامخې شوې خو د لوي څښتن په مننه كاميابي ترلاسه شوې۔ ده ووئيل په تېرو لسو ورځو كښې لوظنامې لپاره آئي اېم اېف اماده كړې شوې۔ ده ووئيل د هېواد دننه او بهر خلقو دا مايوسۍ خپرولې چې هېواد به ديواليه شي او دوي به دا وئيل چې يو بېلونه ډالر بانډ به ادا نه كړې شي ٬ خو محمد شهباز شريف خپل دوره كښې بانډ ادا كړل۔ ده ووئيل مونږ نه په بانډ ادا كولو كښې تاخير كړې او نو مو پېرس كلب سره رجوع كړې٬ په وخت مو ادائيګي كرې٬ دې لپاره چې د لوي څښتن څومره هم مننه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره لوظنامه د قام كاميابي ده، تړون سره پاكستان ته درې اربه ډالره ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں