اسلام آباد۔29اپرېل(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي حكومت د بېلو چېلنجونو باوجود پرمختګ او معاشي استحكام ترلاسه كولو له په بېلو څانګو كښې اصلاحات معارفي كولو سره د معيشت په مثبت لوري روانولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د خزانې په وزارت كښې د ریفارمز اېنډ ریسورس موبلائزېشن کمېشن (آر آر اېم سی) غونډې مشري كولو په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې وزير مملكت اشفاق یوسف توله، چیئرمین آر آر اېم سی طارق باجوہ، د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال طارق محمود پاشا، د وزيراعظم د محصولاتو خاص مرستيال ٬ د خزانې سېكتر ٬ د اېف بي آر چیئرمېن او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل حكومت د بېلو چېلنجونو باوجود پرمختګ او معاشي استحكام ترلاسه كولو له په بېلو څانګو كښې اصلاحات معارفي كولو سره د معيشت په مثبت لوري روانولو عزم لري۔ د كمېشن چيئرمېن د كمېشن په سفارشاتو مشتمل عبوري رپورټ د خزانې وزير ته وړاندے كړو۔ په غونډه كښې د كمېشن لخوا په وړاندې كړې شويو وړاندېزونو غور وكړے شو او ټولو سټېك هولډرز سره د خبرو اترو څخه وروستو د كاروبار دوست ټېكس اصلاحاتو په رامخې ته كولو اتفاق وكړے شو۔ د آر آر اېم سي چيئرمېن په دې عمل كښې د ژورې خوښۍ په لرلو او د بشپړه اصلاحاتو په ملاتړ كولو د وفاقي وزير اسحاق ډار ممنه وكړه۔