د خزانې وزير اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو انډر عمومي سېكترې/اي اېس سي اے پي اېګزېكټو سېكترې وليدل

image

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو انډر عمومي سېكترې/اي اېس سي اے پي اېګزېكټو سېكترې ارمينډا سلسيا اليسجهبانه په فنانس ډويژن كښې ليدلي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خاص مرستيال طارق محمود پاشا او د خزانې وزارت اعلٰې افسران هم موجود وو۔ په دې موقع وفاقي وزير د ارمينډا سلسياليسجهبانه هركلے وكړو او د دې د كردار ئې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د تباه كن سېلاب په تناظر كښې د ملګرو ملتونو د بشپړه يوالي پاكستان اعتراف كوي خو پاكستا ته د سېلاب ځپليو بحالۍ او بيا رغونې لپاره نورې نړيوالې مرستې ته اړتيا ده ۔ د خزانې وزير په دې سخته ګهړۍ كښې د دوست هېوادونو د مرستې هم ستائنه وكړه۔ په دې موقع ايګزيکټيو سېكترې ارمينډا سلسياهاليسجهبانه د خزانې وزير د اي اېس سي اے پي د فرېم ورك په اړه خبر كړو او وې وئيل چې د آسياء پېسفك په منطقه د زيات جامع بېن الحكومتي پلېټ فارم په توګه د اي اېس سي اے پي مقصد د تل پاتي پرمختګ چېلنجونه حل كولو لپاره د خپلو غړو هېوادونو ترمېنځه مرستې ته وده وركول دي۔ د ملاقات په مهال د خزانې وزير د ھغه څانګو په اړه هم خبر كړې شو چې پكښې تعليم، توان، سماجي پرمختګ وغېره شامل دي۔ د ملاقات په مهال په يو شمېر اړوند چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں