اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي په آئين كښې د درج وجوهات نه غېر اسمبلۍ ختمول د پارليمان٬جمهوريت او آئين سپكاوې دے٬ كه د پنجاب او خېبرپښتونخوا حكومتونو د تحليل كولو هڅه وكړې شوه نو په دوو ورځو كښې صوبو كښې ګورنر راج يا د عدم اعتماد تحريك رامخې ته كولې شوو ٬د حكومتونو تحليل كېدو په صورت په دوو صوبو كښې د ټاكنو يا دغه تر ټولو ټاكنو موخر كولو پشمول په نورو چارو غور كوو٬د آئين او قانون له مخې به مخ په وړاندې ځو٬كه چرې عمران خان په رېښتيا د حكومت څخه جلا كېدل غواړي نو د صدر مملكت د چوكۍ٬د سېنېټ٬د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان حكومتونو څخه دې هم جلا شي٬ ټي ټي پي سره كومې رسمي خبرې نه دې شوي او نه كومه باضابطه لوظ نامه شوې٬زمونږ لخوا واضحه ده چې مونږ به د آئين نه مبرا كومه خبره نه تسليموو۔ده د زيارت په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئېل په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ د پېښې سخته غندنه كوو٬د ټي ټي پي لخوا د چاودنې ذمه واري قبلول الارمنګ او د غندنې وړ عمل دے ٬ټي ټي پي ته زمونږ د ګاونډي ورور هېواد افغانستان څخه هر ډول آسانۍ ترلاسه دي٬په دې اړه به سوچ كول وي كه ټي ټي پي چرې د پاكستان دننه ترهه ګري وكړي نو دا د منطقې امن لپاره خطرناكه ده۔ده ووئيل د هېواد داخلي او خارجي امنيت په اړه د اعلٰی كچ په غونډه كښې په مهمو چارو غور شوے ٬پاكستاني اولس ته باور وركوم چې ترهه ګر به يو وارې بيا سر پورته كولو ته پرې نه ږدو۔ده ووئيل په كے پي كے كښې هم د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته كېږي٬دا تاثر وركړے كېږي چې ترهه ګري د قابو څخه بهر شوې٬داسې كومه خبره نشته ٬ د وفاقي حكومت معاملات په خپلو لاسو كښې د اخستو نه وړاندې د صوبائي حكومتونو موثر كردار ته ضرورت دے٬د دې لپاره وفاقي حكومت هر ډول پشمول آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان سره د مرستې لپاره حاضر دے ۔ده ووئيل د عمران خان د پینډۍ په اړه خيال دا ؤ چې د ټولې پینډۍ او نورو اړخونو څخه خلق به راشي٬د نړۍ مېډيا به وائي چې د اولس سمندر راغلو٬د لاس ايجنل جعلي وډيو د هغوي په ذهنونو كښې پرته وه كله چې هغه ورځ راغله نو زمونږ خبره ثابته شوه چې د هغه فتنې او فساد ايجنډې ته د اولس ملاتړ نه دے ترلاسه٬ ده ووئېل د ګمراهۍ ښكار جيالو نه علاوه د چا هم ورته ملاتړ ترلاسه نه دے٬د غبرګو ښارونو څخه څلور نه تر پنځه زره كسان راغلي وو او د بهر څخه د راتلونكو كسانو پشمول په مجموعي توګه 20 زره خلق وو۔ده ووئيل په ځينو موقعو او چارو مسلم ليګ(ن)جے يو آئي اېف٬پيپلز پارټي او نورو اتحدي ګوندونو د ټاكنو پشمول په نورو چارو مختلف رائے لرله ٬رانا ثناﺀ الله ووئيل عمران خان يوه خبره كوي چې زه څه وائيم دا دې ومنلې شي۔ده ووئيل جنرل قمر جاوېد باجوه تر څو چې آرمي چيف ؤ نو هر څه سم وو٬د هغه د رېټائرمنټ نه پس چې كوم حركتونه پي ي ائې كړي د هغې نه څرګندېږي چې په هغوي كښې شرم او اخلاق نشته٬هغه د ځينو خلقو څخه د جنرل قمر جاوېد باجوه په ضد پرېس كنفرنس كول غوښتل خو هغوي انكار كړے ۔ده ووئيل اطلاعات لرو چې عمران خان به د دسمبر 20مې نېټې نه د صوبائي حكومتونو څخه جلا شي٬كه چرې دا پريكړه يې كړې وي نو په سمدستي توګه دې اعلان وكړي٬د هغه مقصد يواځې هېواد د عدم استحكام ښكار كول دي۔۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل عمران خان خو وئېلي وو چې كله د اولس سمندر راشي نو د دوي څخه به پوښتنه كوي چې اسلام آباد ته لاړ شوو يا نه۔په دې كښې د ناكامۍ نه پس عمران خان په دوو صوبو كښې د حكومتونو تحليل كولو خبره وكړه٬د وړاندې نه داسې كومه پريكړه نه وه شوې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټي ټي پي سره كوم باضابطه مذاكرات نه دي شوې او نه كومه باضابطه لوظ نامه شوې٬زمونږ لخوا واضحه ده چې مونږ به د آئين نه غېر كومه خبره نه تسليموو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اعظم سواتي په نوو خبرو اترو مقدمه كښې نيولے شوے ٬ د نومبر په 29مه نېټه د كمان بدلون نه پس چې كومې خبرې اعظم سواتي كړي هغه چا سره ښه نه ښائي