وزيراعظم محمد شهباز شريف په دوه ورځنۍ دوره مصر ته لاړو، دې به شرم الشيخ كښې كوپ ۔ 27 كښې ګډون او نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔مرېم اورنګزيب

image

اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف په دوه ورځنۍ دوره مصر ته لاړو ، وزيراعظم به په 7 نومبر شرم الشيخ كښې پيل كيدونكې كنفرنس آف پارټيز(كوپ)۔ 27 كنفرنس كښې ګډون كوي، كنفرنس كښې 197 غړي هېوادونه ګډون كوي، پاكستان كوپ۔ 27 له لوئ اهميت وركوي، كنفرنس كښې به د موسمياتي بدلون سره سره د موسمياتي انصاف په مسئلو په سمدستي توګه د كارروائي كولو په حاجت غور كولې شي۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې مرېم اورنګزيب ووئيل وزيراعظم به د ورلډ ليډرز سمټ په مهال د بيلو هېوادونو مشرانو ته خطاب كښې په مهمو مسئلو د پاكستان موقف وړندې كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم به شرم الشيخ كښې د كنفرنس په موقع د ملګرو ملتونو سيكريټري جنرل انتونيو ګوئترس سره هم ملاقات كوي۔د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د ناروے خپل همڅنګ سره د يو اعلي پائې ګول ميز كنفرنس كښې هم ګډون كوي۔ مرېم اورنګزيب ووئيل وزيراعظم به په 7 نومبر ”مډل اېسټ ګرين انيشيټو سمټ” كښې هم ګډون كوي ،د كنفرنس كوربتوب د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان كوي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به د خپلې دورې په مهال ګڼو نړيوالو لارښودو سره هم ملاقات كوي ، كوپ ۔27 په يو داسې موقع كېږي كله چې د پاكستان پشمول د نړۍ بيلو برخو كښې ګڼ شمير كسان د موسمياتي بدلون منفي اثرات سره مخ دي ، مريم اورنګزيب ووئيل پاكستان په نړيوال موسمياتي بدلون بحث، مذاكرات او اجتماعي كارروائي كښې مثبت كردار ترسره كوي۔دې ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف سره پلاوې به د كوپ۔ 27 ټولو مهمو كمېټيو كښې د پاكستان نمائندګي كوي، د پاكستان پلاوې به په دغه كمېټيو كښې د كاربن كم اخراج لرونكو هېوادونو ته په پېښو خطرو هم خبري كوي٬مرېم اورنګزيب ووئيل پاكستان به په دې كنفرنس كښې د ګروپ آف۔ 77 چائنه مشري هم كوي۔

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں