د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د نيلم جهلم سرچارج په سمدستي توګه د منسوخ كولو او په يوټېلټي سټورز د اوړو او غوړو بيعه معقول كولو منظوري وركړه

image
FEDERAL MINISTER FOR FINANCE AND REVENUE, DR. ABDUL HAFEEZ SHAIKH, CHAIRING THE MEETING OF THE ECONOMIC COORDINATION COMMITTEE (ECC) OF THE CABINET, IN ISLAMABAD ON FEBRUARY 19, 2021.

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د نيلم جهلم سرچارج په سمدستي توګه د منسوخ كولو او په يوټېلټي سټورز د اوړو او غوړو بيعه د معقول كولو جزوي منظوري وركړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم عمران خان لخوا د كركيلې څانګې له د اعلان كړي مالياتي پېكج له مخې صوبو ته د زر اعانت تقسيمولو تګلارې منظوري هم وركړې شوه۔د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)غونډه د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د اي سي سي د جنورۍ 28مې نېټې په غونډه كښې د وركړو هداياتو په رڼا كښې په يوټېلټيز سټورز كارپورېشن آف پاكستان د ورځې د استعمال ضروري څيزونه په رعايتي بيعه وركولو له سمري وړاندې كړې شوه۔ د صنعت او پېدوار سېكرټري په نړيوال ماركيټ كښې د بيعې زياتېدو او ټېټېدو په رڼا كښې د اوړو او غوړو بيعې په لړ كښې يو شمېر وړاندېزونه وركړل۔ د بشپړ بحث او مباحثې نه وروستو اي سي سي د بيعو په جزوي توګه د معقوله جوړولو منظوري وركړه۔اي سي سي د وزيراعظم لخوا د مرستې پېكج په رڼا كښې په يوټېلټي سټورز د ضروري څيزونو په بيعه كښې صارفينو ته د زياتو نه زياتې آسانۍ وركولو هدايت وكړو۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں