د وزيراعظم عمران خان د پخواني خاص مرستيال  نعیم الحق لومړۍ کلیزه نن لمانځلې شي

image

ملتان۔14فروری (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د پخواني خاص مرستيال او د پاكستان تحريك انصاف تاسيسي غړي نعیم الحق لومړۍ کلیزه نن د فرورۍ په 15 مه  نېټه لمانځلې شي۔ هغه تېر كال په دې ورځ د بلډ كېنسر ناروغتيا د لاسه په حق رسېدلے وو۔ نعيم الحق د كال 1949ﺀ جنورۍ مياشتې په 11 مه نېټه كراچۍ كښې سترګی غړولې وې۔  د زده  كړو ترسره كولو نه وروستو هغه لندن ته لاړو۔ دغلته د پاتې كېدو په مهال هغه د وزيراعظم عمران سره ملګرتيا پېل كړه۔ نعيم الحق د شمېر هغه كسانو كښې وو كومو چې د پاكستان تحريك انصاف بنياد اېښودلے وو۔ د كال 2018ء ټاكنو نه وروستو هغه د عمران خان د باور وړ ملګرو كښې شمېرلے شو له دې كبله وزيراعظم عمران خان هغه د سياسي چارو خپل مرستيال ټاكلے وو

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں