د بشري حقونو وزارت تېر كال 2020 كښې د مېرمنو ٬ كوچنيانو ٬ نرښځيانو او معذوره وګړو د حقونو قانون سازۍ په بابله پېشرفت كړے۔ د ډاكټر شيريں مزاري د كاركردګي رپورټ اجراﺀ دستورې ته خطاب

image
APP06-150221 ISLAMABAD: February 15 – Federal Minister for Human Rights Dr. Shireen Mazari briefing the media about 2020 Annual Performance Report of Ministry of Human Rights. APP

اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي د بشري حقونو وزارت تېر كال 2020 كښې د مېرمنو ٬ كوچنيانو ٬ نرښځيانو او معذوره وګړو د حقونو قانون سازۍ په بابله پېشرفت كړے۔ د هېلپ لائن 1099 اېپ معارفي كولو سره سره مو د كوچنيانو بې دركه كېدو او درك لګولو له زېنب الرټ جوړ كړے۔ د کووېډ۔ 19 په مهال د وروستو پاتې طبقو لارښودنې او مرستې له مو ګامونه پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د بشري حقونو وزارت ترسېوري لاندې د وزارت د كال 2020 کارکردګۍ رپورټ اجراﺀ په اړه راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ رپورټ كښې د مېرمنو ٬ كوچنيانو ٬ معذوره وګړو ٬ نرښځيانو او د نورو وروستو پاتې طبقو حقونو ساتنې او دې ته وده وركول له په پورته كړېو ګامونو رڼا اچولې شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل د تېر كال په مهال نه يوازې وزارت هېلپ لائن 1099 اېپلی کېشن جاري كړو بلكې د بې دركه كوچنيانو رپورټ او درك لګولو له په پاکستان سټیزنز پورټل د زېنب الرټ په نامه يو تګلاره هم جوړ كړې شوې۔ هغې ووئيل د مېرمنو حقونو تحفظ له انوسټی ګېشن اېنډ ټرائل آرډیننس 2020 نافذ كړے شوے۔ وفاقی وزیرې د تېر كال په مهال نافذ شوې زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ او د وفاقی پلازمينې اسلام آباد دننه د معذوره وګړو د حقونو قانون هم يو مهم پېشرفت وګرځولو۔ ډاكټر شيريں مزاري په دې موقع په وروستو پاتې طبقو د كووېډ – 19 اغېز كمولو له د وزارت لخوا په پورته كړو ګامونو هم رڼا واچوله

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں