اسلام آباد 19 جنوري(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د نوي ډيلي حكومت غېر ذمه وار دے ٬ سياسي مقاصدو لپاره هر څه كولې شي٬ نړيواله ورورولي دې هند په منطقه كښې امن ته د زيان رسولو ذمه وار وګرځوي٬ د افغانستان دننه او بهر ځينې عناصر داسې شته څوك چې د سپائيلر کردار لوبوي٬ د پي ډي اېم بيانيه د پاكستان دښمنه بيانيې سره مطابقت لري۔ د نهې په ورځ د منطقې په صورتحال او د پي ډي اېم د احتجاج پحقله خپل مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان د هند اصل څېره پرله پسې نړۍ ته ورمخې ته كوي٬ د نومبر په څلوارلسمه نيټه په ډوزئير كښې مونږ د هند لخوا د ترهګرۍ د معاونت نه مسترد كېدونكے ثبوت نړۍ ته وړاندې كړے۔ خارجه وزير ووئيل هند پاكستان په نړيواله كچه بدنامولو لپاره د ناسمه پراپېګنډې كمپائن پېل كړے ٬ خو د ارنب ګوسوامي “چيټ ” منظر عام ته د راتللو نه پس د پلوامه ډرامه بې نقابه شوې ٬ هند د پلوامه ډرامه سياسي مقاصد ترلاسه كولو لپاره جوړه كړې ۔ خارجه وزير ووئيل د هند د بي جے پي سركار د الېكشن لاره هوارولو لپاره هم خپل 40 عسكر وژلي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د ډيلي حكومت غېر ذمه وار حكومت دے كوم چې سياسي مقاصدو لپاره هر څه كولې شي٬ د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې ھغوي په منطقه كښې امن ته زيان رسولو لپاره هند ذمه وار وګرځوي۔ ده ووئيل نړۍ پوهه شوې چې ھغه هند كوم چې دوي سېكولر رياست ګڼلو په ھغې يو فاشسټ او هندوتوا حكومت مسلط دے٬ پاكستان د افغانستان پشمول په منطقه كښې امن او استحكام غواړي٬ مونږ غواړو چې بين الافغان مذاکرات كاميابۍ سره مخ شي او خپل انجام ته ورسي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د افغانستان دننه او بهر ځينې عناصر شته كوم چې د سپائيلر كردار لوبوي۔ ده ووئيل په کراچۍ كښې د اسرائيل نامنظور بينرز سياسي مقاصدو لپاره لګولې كېږي٬ كله چې حكومت د فلسطين پحقله خپله پاليسي واضح كړې نو بيا د اسرائيل تسليمولو سوال نه هم پېدا كېږي۔ده ووئېل وزيراعظم عمران خان څو ځله وئيلي دي زما بيانونه په رېكارډ دي٬ خارجه وزارت په دې لړ كښې واضح او په سپينو ټكو خپل موقف وړاندې كړے۔ ده ووئېل پي ډي اېم پخپلو صفونو كښې زيات شوے اړے ګړے پټول غواړي او خپل د لاسه وركړے عزت بچ كول غواړي۔