اسلام آباد 06 جنوری (اے پی پی) د مواصلات وفاقی وزیر مراد سعید وئيلي دي وزیراعظم عمران خان تر ټولو لوي پرمختيائي پیكیج د سندھ او كراچۍ اولس له وركړے، چورنګی كښې چې كومه خله خوزولې شوې هغه د سندھ وزیراعلیٰ سره نه ښائي ، پی ډی اېم د جلسې ناكامه كيدو نه پس داسې ناوړه ټكې استعمالوي، د ګوند د قیادت په بدعنوانۍ كښې معاونت كونكے د سندھ وزیراعلیٰ كردار د ټولو په وړاندې دے، د سندھ بینك په كارولو د اومنی ګروپ منی لانډرنګ ته ګټه رسيدلې، سندھ ته د وفاق د اړخه د فنډز وركولو باوجود پرمختيائي كارونه نه كيږي، تھر كښې وګړي د لوږي او تندې نه مري خو د درېو پيږو راهسې په اقتدار كښې د پاتې كيدونكې ګوند قیادت او د هغوي غلامان نه شرميږي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔ مراد سعید ووئيل د پیپلز پارټۍ د قیادت د اړخه چورنګی كښې د يو كوچني سړك پرانستې په موقع چې كومه ناوړه خله خوزولې شوې په هغې شرم پكار دے۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان سندھ كښې د احساس پروګرام ترمخه تر ټولو لوي امدادی پیكیج وركړے خو په دې امدادي روپو كښې هم لوټ مار شوے٬ د اومنی ګروپ او جعلی اكاؤنټس د لارې كرپشن لپاره سندھ بینك استعمال كړے شوے ۔ده ووئېل وزیراعلیٰ سندھ د آصف علی زرداری شوګر ملونو له سبسډی وركړی ، نیب په سندھ كښې د كرپشن 10 اربه روپۍ ریكور كړي۔ مراد سعید ووئيل سندھ له د وفاق د اړخه د فنډز وركولو باوجود صوبه كښ پرمختيائي منصوبې نه دې تر سره شوي، تھر كښې د لوږي تندي د لاسه وګړي مري او هر كال 500 ماشومان د لوږي تندي د لاسه مړه كيږي۔ده ووئېل صوبه كښې اولس لپاره د روغتيا آسانۍ هم نشته، سندھ او كراچۍ پرمختګ لپاره به ټولې پروژې بشپړولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان كراچۍ له د پاكستان د تاریخ لوي پرمختيائي پیكیج وركړے،د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد اقتصادی ښه والي پلو روان دے