اے پي پي كښې د مقبوصه كشمير اولس سره د يوالي څرګندونې له دستوره او لاريون

image
APP102-30 ISLAMABAD: August 30 – Former Prime Minister of AJK Sardar Attique Ahmed addressing a walk in order to express the Solidarity with the Muslims of Indian Occupied Kashmir in the federal capital. APP photo by Saadia Haidari

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د پاكستان وزيراعظم عمران خان په امر قامي خبر رسنه اداره اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان كښې د مقبوصه كشمير اولس سره د يوالي څرګندونې په لړ كښې دستوره او لاريون شوې۔ په دستوره كښې د آزاد كشمير پخوانې وزيراعظم سردار عتيق احمد خان، د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس (پي اېف يو جے) صدر افضل بټ، حريت لارښود الطاف بټ،د اے پي پي منېجنګ ډائريکټر طارق محمود خان، د اے پي پي ايمپلائز يونين صدر شهزاد چوهدري، د نېشنل پريس کلب عمومي سېكتر انور رضا، د آر آئي يو جے صدر عامر سجاد سيد، د اے پي پي اېګزيکټو ډائريکټر غواث خان، ډائريکټر نيوز شفيق قرېشي، سي اېن اي حنيف صابر، چيف رپورټر عبدالجبار زکريا، سيکرټري اے پي پي ايمپلائز يونين انعام اﷲ خان، سردار شوکت، سردار نثار احمد، د نېشنل پرېس كلب نائب صدر خليل راجه، جوائنټ سيکرټري آر آئي يو جے ضياء المرتضيٰ بھيروي، د اے پي پي ملازمانو پشمول خبريالانو او د وكيلانو ورورولۍ نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د آزاد كشمير پخوانې اولس مشر وزيراعظم سردار عتيق احمد خان د حريت مشرانو په هلو ځلو رڼا اچولو سره ووئيل د هندي ځواكونو د كرفيو په سوب د لسو زرو نه زيات حريت مشران او ځائي اولس بندي كړې شوې۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د هندي ظلم او جبر په ضد همت نه دې بائيللې۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا كشميريانو سره د يوالي اعلان خوشبينه دے۔ په دې موقع د پي اېف يو جے صدر او د اے پي پي اېمپلائز يونين صدر شهزاد علي اكبر او نورو مشرانو هم وېنا وكړه۔ د دستورې په پائي كښې ټولو ګډون كوٶنكو د اے پي پي د مركزي دفتر څخه تر پي آئي ډي لاريون هم وكړو

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں