د پاكستان ټول قام به د مقبوضه جمو و کشمير اولس سره د جمعې په ورځ د يوالي څرګندونه كوي

image
APP56-09 ISLAMABAD: August 09 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr Firdous Ashiq Awan briefing the media personas about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP

اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د پاكستان ټول قام به د مقبوضه جمو و کشمير اولس سره د جمعې په ورځ د 12 نه تر 12 نيمو بجو د يوالي څرګندونه كوي۔ د شورو په ورځ خپل يو ټوئټ كښې دې ووئيل د جمعې په ورځ به نيم ساعت لپاره ټرافېك ولاړ وي۔ د پارلمان غونډې كېدو په صورت به وزيراعظم عمران خان د پرائم منسټر آفس نه بهر په كانسټيټيوشن اېونيو اجتماع كښې ګډون كوي۔ دې ووئيل ټولو ضلعو كښې به احتجاج لپاره مركزي مقام په ګوته كولې شي او دوهم كمشنر به ئې انتظامات كوي۔ دې ووئيل د صوبائي اسمبلۍ غړي او ټاكلې نمائندګان به خپلو حلقو كښې په احتجاج كښې ګډون كوي۔ د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د سول سوسائټۍ تنطيمونه او زده كوٶنكي به هم په احتجاج كښې ډون كوي۔

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں