پاكستان د ګاٶنډي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري

image
APP23-01 ISLAMABAD: August 01 – President Dr. Arif Alvi talking to Ambassador-designate of Pakistan to Portugal Javed Jalil Khattak who called on him at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان ګاٶنډي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري ٬ هند سره د جمو كشمير پشمول ټولې د هواري وړ شخړې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو٬ پرتګال او بيلجيئم سره دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو لپاره فعاله او جامع ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې پرتګال او بيلجيئم لپاره نومولې شوو سفيرانو جاوېد جليل خټك او ظهير اسلم جنجوعه سره كړې چا چې اولس مشر سره د زيارت په ورځ جلا جلا ملاقاتونه كول۔ اولس مشر په دواړو نومولو شوو سفيران زور رواړو چې پاكستان د سېلګرۍ په اړه پراخه استعداد لرونكې هېواد دے او تاسو له پرتګال او بيلجيئم كښې د پاكستان سېلګرۍ ودې له كار پكار دے۔ ده ووئيل پاكستان پرتګال اوبيلجيئم سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ اولس مشر په دواړو سفيرانو زور رواړو چې دواړٶ هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو او مرستې ته وده وركولو لپاره كار وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د ويليو اېډډ مصنوعاتو غوندې د ډيزائنر څيزونو په درآمد كښې زياتوالي او هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره ښه ماحول لپاره كار كوي۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د اقتصادي مرستې بحالۍ له نور ګامونه پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چې د ترهګرۍ د لعنت ئې په مړانه مقابله كړې او ورته ئې ماتې وركړې٬ پاكستان امن پسند هېواد دے او په خاص توګه خپلو ګاٶنډي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري۔ اولس مشر دواړو سفيرانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د سفيرانو په سفارتي موده كښې به پرتګال او بيلجيئم سره د پاكستان اړيكې لا وده اومومي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں