د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د معصومې فرشتې په كور د غم جنې كورنۍ سره غمرازي وكړه او خبريالانو سره ئې خبرې وكړې

image
APP62-23 ISLAMABAD: May 23 - Special Assistant to Prime Minister on Information and Broadcasting, Dr Firdous Ashiq Awan offering Fateha for the departed soul of minor girl Farishta. APP

اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي حكومت او مخالفه ډله دې په ګډه د زينب الرټ بل پشمول د اولسي مفاد قوانين زر تر زره پھ ګډه منظور كړي٬ دغسې چې په دې قوانين د عملدرآمد سره د زينب بي بي او د معصومې فرشتې غوندې پېښو مخ نيوي وكړی شي٬ غمرازي د سياسي دوكاندارۍ لپاره كارول د انسانيت سپكاوې دے٬د پیښو په شا په قامي سلامتيا بريد د ادارو بدنامول او د پاكستان څيره داغداره كولو سازشونه تكليف وركونكي دي٬د دې غندنه كوو٬غم جنې كورنۍ له باور وركوو چې د فرشتې كيس ټول تورن به زر ونيولې شي او د دغې ټول عمل پھ مهال د بې غوره كوونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔وزيراعظم د اړوندې ادارې د اړخه پھ وخت د كاروائۍ نه كولو خبر اخستې او د ادارو د كولو كار هم وزيراعظم كړی۔دې د زيارت په ورځ د معصومې فرشتې په كور د غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو نه پس خبريالانو سره خبرې كولې۔د پي ټي آئي اېم اېن اے راجه خرم نواز هم په دې موقع موجود ؤ ۔د غم جنې كورنۍ سره د غمرازۍ په مهال اېم اېن اے راجه خرم نواز فاتحه وكړه۔خبريالانو ته د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل زه د وزيراعظم عمران خان د اړخه غمرازۍ له راغلې يم۔دې ووئيل وزيراعظم د نظام ښه كولو لپاره هڅې پېل كړې ۔وړه فرشته زمونږ د ټولو لور ده او لوڼه ټولې يوشان وي٬دې ووئيل وزيراعظم د ادارو ښه كولو او اصلاحاتو لپاره هڅې كوي دغسې وزيراعظ د دې ادارو سره د تعلق لرونكو كسانو سوچ بدلولو له هڅې كوي۔دې ووئيل دا پیښه دا خبره په ګوته كوي چې زمونږ روايات مخ په ختمېدو دي٬مونږ چېلنجونو سره مخ يو او زمونږ د اسلام سره تعلق كمزورې كېږي۔دې ووئيل زمونږ لوڼه د ټولنې د رويو د استحصال ښكار دي او د داسې پېښو مخ نيوي لپاره په اړوند قانون كښې كمزورۍ لرې كول غواړو۔دې ووئيل د قانون په نفاذ كښې د كمزورو په ګوته كولو لپاره وزيراعظم جراتي پريكړی كړي او كومې پريكړې چې په لاندې كچه پكار وې هغه هم وزيراعظم ته ورپغاړه دي۔خاص مرستيالې ووئيل د اېف آئي آر نه واخله تر پوسټ مارټم او د پلټنو كمزورې نظام رامخې ته دے خو د دې پېښې په شا پھ ادارو د بريد اجازه نه شو وركولې۔دې ووئيل د پاكستان تشخص ژوبل كولو د سازش برخه جوړیدل د افسوس وړ خبره ده۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په قانون عمل باوري كولو ته اړتيا ده او دا زمونږ ذمه واري ده چې د غم جنې كورنۍ په زخمونو ملهم كېږدو ٬او سياست اونه وكړو۔دې ووئيل حكومت د پوليس نظام اصلاحات له كار كوي٬ګناه ګار ته د سزا وركولو په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كوو٬دا پیښه زمونږ لپاره يو ټېسټ كيس دے او د قانون په عملي كولو كښې رامخې ته پيچيدګۍ په ختموو۔دې ووئيل مېډيا دې په دغسې پېښو كښې ذمه واره كردار ترسره كړي ځكه چې د كومې هم پیښې اثرات په اړونده كورنۍ پريوځي۔دې ووئيل د ټولو سره به د قانون ترمخه سلوك كولې شي او د خپلو ذمه وارو نه بې غوري كوونكي به اونه بخښلې شي

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں