حكومت سرمايه كار راغب كولو او هغوي ته آسانۍ وركولو لپاره كاروبار كښې آسانۍ پیدا كولو ته پام لرنه كوي

image

اسلام آباد 03 مئي(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت سرمايه كار راغب كولو او هغوي ته آسانۍ وركولو لپاره كاروبار كښې آسانۍ پیدا كولو ته پام لرنه كوي٬دې مقصد لپاره ابتدائي كار بشپړ شوې۔ده دا خبره د ملائېشيا پخوانې وزير ادريس جالا سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د اسټېبلشمنټ صلاحكار محمد شهزاد ارباب٬د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر پيچامتهو الينګو آن او سينئر چارواكي هم موجود وو۔ادريس جالا ريونيو٬برآمدات٬سرمايه كاري٬هاؤسنګ٬ډيجيټائزېشن او د سېلګرۍ پشمول د حكومت پرمختيائي ايجنډې ترجيحي څانګو كښې اصلاحات او نتيجې لپاره تجاويز وړاندې كړل۔وزيراعظم د تجاويزو ستائنه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې حكومت سرمايه كارو لپاره كاروبار كښې آسانې پیدا كولو ته پام لرنه كوي۔۔په ټولو څانګو كښې د پبلك پرائېوېټ پارټنرشپ ډاډګيرنه كېږي دغسې چې په حكومت د خرڅونو بوج كم وي۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې ادريس جالا او د هغه د ملګرو سره غونډه وكړي دغسې چې د حكومت پرمختيائي او د ادارو د اصلاحاتي ايجنډا په ترجيحي څانګو كښې كوټلي منصوبه بندي وكړې شي۔د يادونې وړ ده ادريس جال د ملائېشيا وزيراعظم په كابينه كښې د وزير او د پرفارمنس منيجمنټ اينډ ډليوري يونټ چيف ايګزېكټو آفيسر په حېثيت

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں