د پېښور پېښې د تلين ورځ نړيوالې ورورولۍ ته دا په ګوته كوي چې ترهګري زمونږ د ټولو شريك دښمن دے او مونږ له به په ګډه ددې په ضد جنګ كول وي۔ زمونږ خواخوږۍ او دعاګانې د شهيدانو كورنيو سره دي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پېښور پېښې څلورم تلين په مهال پیغام

image

اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د آرمي پبلك سكول پېښور څلورم تلين په مهال خپل پېغام كښې وئيلي دي د پېښور پېښې د تلين ورځ نړيوالې ورورولۍ ته دا په ګوته كوي چې ترهګري زمونږ د ټولو شريك دښمن دے او مونږ له به په ګډه ددې په ضد جنګ كول وي۔ په ننۍ ورځ به مونږ له د ترهګر لعنت نوغي ويستلو او د امن بحالۍ له د امنيتي ځواكونو قربانيو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كول وي۔ د اتوار په ورځ خارجه دفتر څخه د جاري كړې شوي بيان ترمخه د آرمي پبلك سكول پېښور پېښی څلورم تلين په مهال خپل خاص پېغام كښې خارجه وزير ووئيل زمونږ خواخوږۍ او دعاګانې د آرمي پبلك سكول شهيدانو كورنيو ٬ ملګرو او خپلوانو سره دي۔ ده ووئيل 16 دسمبر كال 2014 يوه توره ورځ وه كله چې 130 څخه د زياتو كوچنيانو او قيمتي ځانونو زيان شوې وو۔ ددې پېښې غم او تكليف نن هم د اولس په ذهنونو كښې هغسې تازه دے۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ به مونږ له د ترهګرۍ لعنت نوغي ويستلو او د امن بحالۍ له د امنيتي ځواكونو قربانيو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به نن ددې لوظ پخلې كول وي چې دا ډول پېښه يو وارې بيا رامخې ته نه شي دغسې چې زمونږ كوچنيان او راتلونكې نسل امن سره ژوند وكړې شي او له كومې ويرې لرې خپل خوبونه ريښتيا كړې شي۔ ده ووئيل مونږ كله هم د خپلو كوچنيانو قرباني هېرولې نه شو۔ تل دې وي پاكستان

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں