د 3100 مالدارو كسانو فهرست تيار ٬ ټېكس وصولولو له ګامونه پورته كولې شي ، اېف بی آر

image

اسلام آباد ۔02 دسمبر(اے پی پی) فېډرل بورډ آف رېونیو (اېف بی آر) د 2کروړه نه د زياتو روپو غېر منقوله جائيداد ٬ د 1800 نه د زيات سی سی لويو ګاډو مالكانو او د كرايې په مد كښې د يو كروړ نه د زياتو روپو آمدن لرونكو تر ټولو زياتو مالدارو كسانو چاپېره ګھېرا تنګه كړې ده۔ د اېف بي آر د شمېرو لمخې حكومت د معاشي اصلاحاتو ايجنډې ترمخه د اولنو 100 ورځو په مهال 3 زره 100 كسانو نه زيات مالدار كسان په ګوته كړي دي كوم چې ټېكس ګوشوارې نه جمع كوي او نه په آمدن ټېكس وركوي۔ د راپور ترمخه په 4 پړاؤنو كښې د نوټس جاري كولو عمل روان دے چې ترمخه ئې تر 22 اکتوبر 2018ء 148، تر 25 اکتوبر 75، تر 29 اکتوبر 220 او تر 15نومبر 2018ء ٬ 2678 كسانو ته نوټسې جاري كړې شوي دي۔ دغسې 20 زره نه زياتو ټېكس نه ادا كوؤنكو او ګوشوارې نه جمع كوؤنكو كسانو ته د نوټس جاري كولو عمل روان دے۔ د راپور ترمخه ددې عمل په مهال 154 كسانو د خپل آمدن ګوشوارې جمع كړي دي۔ د اېف بي آر دې ګامونو سره به د ټېكس وصولو شرح كښې د زياتوالي په نتيجه كښې به د قومي معيشت په وده كښې مرسته ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن