هند د كشميري اولس هڅې د طاقت د لارې نشي دباؤلې۔ ډاكټر عارف علوي نړۍ دې د كشميري اولس د بهادرۍ هڅو قدر وكړي۔ عمران خان

image

اسلام آباد۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي هند د كشميري اولس هڅې د طاقت د لارې نشي دباؤلې۔ ده ووئيل هند په 27 اكتوبر 1947ﺀ د نړيوالو قانون په ضد خپل عسكر سرينګر ته ولېږل او تر نن ورځې دوئي د كشميري اولس نسلونو ختمول روان ساتلې دي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې ډاكټر عارف علوي د كشميري اولس تورې ورځې په مهال خپل پېغام كښې ووئيل پاكستان به تر هغه وخت د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي تركومې چې دوئي د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كړې نه وي۔ ډاکټرعارف علوی ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د سفارشاتو لمخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ كوي۔ وزيراعظم عمران خان د تورې ورځې په مهال خپل پېغام كښې ووئيل تر كومې چې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو دقراردادونو لمخې ددوئي د خپلواكۍ حق وركړې شوې نه وي پاكستان به ئې اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئيل هند د كشميري اولس د مرضۍ نه غېر د تېرو 71 كلونو راهېسې په كشمير قبضه كړې ده او د كشميريانو غږ دباؤلو له په دوئي زور ظلم او زياتې كوي۔ عمران خان ووئيل نړۍ دې بهادرۍ سره د كشميري اولس د روانو هڅو قدر وكړي۔ دا خبره دې ياده وي چې د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته په ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريان نن د خالي ورځ د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځ په توګه لمانځي چې مقصد ئې دنړيوالې ورورولۍ باور كول دي چې په جموں وكشمير دهند قبضه په قطعي توګه غېر قانوني ٬ جواز نه لرونكې او د كشميريانو د مرضی په ضد ده(وا/وا/1551)۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں