د بلوچستان عوامي ګوند د پي ټي آئي صدارتی كانديد د ملاتړ اعلان

image

کوئټه 29 اګست(اے پي پي) د بلوچستان عوامي ګوند د د پي ټي آئي د صدارتی كانديد د ملاتړ اعلان كړے٬ په څلور ستمبر په صدارتي ټاكنو كښې به د بلوچستان عوامي ګوند د د پي ټي آئي د صدارتی كانديد د ملاتړ اعلان كړے ٬ په صدارتي ټاكنو كښې به قامي اسمبلۍ ٬ سېنېټ او بلوچستان اسمبلۍ كښې د بلوچستان عوامي ګوند غړي د تحريك انصاف كانديد ډاكټر عارف علوي ته رائے وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پي ټي آئي نومولي شوي صدارتي كانديد ډاکټر عارف علوي ، پروېز خټك ، جهانګیر ترین اود محمد قاسم خان سوری د شورو په ورځ د بلوچستان اعلٰې وزير جام كمال خان سره د ملاقات نه پس خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ډاكټر عارف علوي په صدارتي ټاكنو كښې په ملاتړ كولو د بلوچستان عوامي ګوند د مشر او وزیراعلیٰ جام کمال خان مننه كولو سره ووئيل وزیراعظم عمران خان داسې يو لوظ نه دې كړې چې په ھغې عمل نه وي شوې ٬ بلوچستان له خپلو وسائلو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د بلوچستان محرومۍ لرې كولو او د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره به كوټلې پاليسۍ جوړولې شي۔ په دې موقع د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل د پروټوكول كلتور خاتمه پكار ده نوې حكومتونه جوړ شوې د پروټوكولو په نامه سړكونه بندول نه دي پكار ٬ ده ووئېل د بلوچستان اعلٰې وزير جام كمال خان ته خواست كوم چې د پروټوكول كلتور حوصله شكنۍ لپاره د وي آئي پي موومنټ په مهال سړكونه بند نه كړې شي۔ ده ووئيل كله چې نېت صفا او ارادې كلكې وي نو لوے څښتن هم مرسته كوي۔ د بلوچستان عوامي ګوند مشر او د بلوچستان وزیراعلیٰ جام کمال خان ووئيل د بلوچستان د مسئلو لرې كولو لپاره به د پي ټي آئي مرسته كوٶ او صوبه كښې به يوازې دعوٰې نه حقيقي بدلون راولو۔ ده ووئيل د ستمبر په څلورمه نېټه به د صدارتي ټاكنو په مهال عوامي ګوند په بلوچستان اسمبلۍ ٬ سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې ډاكټر عارف علوي ته رائے وركولو سره د ھغه په كاميابۍ كښې مركزي كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں