د خزانې وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د اي سي سي غونډه

image
APP22-29 ISLAMABAD: August 29 – Federal Minister for Finance, Asad Umar chairing the meeting of the Economic Coordination Committee of the cabinet at the PM Secretariat. APP

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د خزانې ٬ رېونيو او اقتصادي چارو لپاره د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) چيئرمېن اسد عمر د سرې بيعه او د برآمد معاملې په صورتحال د ناخوښۍ څرګندونه كولو سره وئيلې دي په دې پرېكړو كښې د بې وزله كروندګرو مفادو ته ترجيح وركول پكار ده ۔ اسد عمر دا خبره د اي سي سي غونډې مشرۍ په مهال په وزيراعظم سېكټرېټ كښې كړې۔ په دې موقع د خزانې وزير د پخواني حكومت لخوا د كروندګرې ورورولۍ د مفاداتو په ضد د سرې بيعه او د برآمد په معامله د خفګان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په دې پرېكړو كښې د بې وزله كروندګرو مفادو ته ترجيح وركول پكار ده۔ اي سي سي ته ووئيل شول سږني سېزن لپاره هېواد كښې د سرې مجموعي ضرورت 6 لكه ټنه ته نزدې دې۔ اي سي سي امر وكړو چې د صنعت او پېداوار صلاحكار عبدالرزاق داؤد په مشرۍ كښې دې يوه كمېټي جوړه كړې شي چې ھغه د سرې ځائي كارخانو سره خبره وكړې او د مجموعي ځائي پېداور ټاكنه وكړي ٬ كمېټي به خپل سفارشات د اي سي سي په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كوي او د دې سفارشاتو په رڼا كښې به د يوريا سرې د درآمد پرېكړه كولې شي۔ غونډه كښې د توان وزارت ٬ پاور ډويژن لخوا د ګرځېنده قرضونو پحقله تفصيلي پرېزنټېشن وركړې شو۔ غوندې ته ووئيل شول تر 31 جولائي كال 2018 د ګرځېنده قرض حجم 596 اربه روپو ته رسېدلې كوم چې په جولائي كښې 30 اربه روپۍ زيات شوې٬ دغسې د پاور هولډنګ كمپنو سره د اېس ټي اېف اېف انتظام له مخې هم 582 اربه روپۍ بقايا دي او دغسې دا مهال د مجموعي واجباتو حجم 1188 اربه روپۍ دے۔ اي سي سي په واجباتو كښې د اضافې د وجوهاتو پحقله د 5 نه تر 6 څانګې په ګوته كړې او په دې لړ كښې سفارشات جوړولو لپاره ئې بېلې كمېټئ جوړې كړې كومې چې به د اي سي سي په راتلونكې غونډه كښې راپور وړاندې كوي۔ د دې نه پس اي سي سي د سباٶن لائحه عمل پرېكړه كولو

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں