د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال زبیر محمود حیات به په 27 جون سری لنکا ته ځي

image

اسلام آباد 26 جون (اے پی پی) د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال زبیر محمود حیات به په څلور ورځنۍ دوره په 27 جون سری لنکا ته ځي ، ده له د دې دورې بلنه د سری لنکا خپل همڅنګ وركړې ده۔ سری لنکا كښې د پاکستان هائی کمېشن پرېس اتاشی له مخې د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن جنرال زبیر محمود حیات به د 27 نه تر 30 جون د سری لنکا څلور ورځنۍ دوره كوي۔ ده له د دې دورې بلنه د سرلنکا چیف آف ډیفنس سټاف ایډمرل آر سی ویجیګونارټنی وركړې ده۔ د خپلې دورې په مهال به جنرال زبیر محمود حیات د سری لنکا اولس مشر میتھری پالا سری سینا ،چیف آف ډیفنس سټاف ،ډیفنس سیکتر ،کمانډر آف سری لنکن آرمی ،نیوی ،ایئر فورس نه علاوه سیاسی قیادت سره هم ملاقاتونه كوي چې پكښې به په شريك مفاهمت او مرستې په چارو بحث كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں