د نګران وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصر الملك د وړوكي اختر په موقع د قوم په نامه پېغام

image

اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصر الملك د وړوكي اختر د خوشحالې په موقع مسلمانانو او پاكستاني قوم ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د الله تعالي شكر دے چې مونږ ته ئې د رمضان المبارك د فيوض او بركاتو څخه د مستفيد كېدو موقع راكړه٬ الله تعالٰي دې زمونږ عبادات قبول كړي۔ د وړوكي اختر په موقع په خپل پېغام كسې ده ووئيل چې د رمضان المبارك د تكميل ورځ د الله د رحمت او د تشكر ورځ ده٬ د اختر رېښتينې خوشحالي يوازې په هغه صورت كښې ترلاسه كېږي كله چې په دې كښې ټول خلق شريك وي٬ هم دا زمونږ د مذهب تعليمات او زمونږ د ټولنې وصف دے۔ ده ووئيل چې د رمضان مياشتې عبادات تقويٰ٬ ضبط نفس٬ ايثار او د قربانې پشان خوبې لا رابرسېره كړي۔ ده ووئيل چې ديني او دنياوي كاميابي لپاره دا ضروري ده چې مونګ ټول كال هم د دې جذبې او طرز عمل څرګندونه وكړو چې دغسې مونږ خپل ژوند د اسلام د تعليماتو له مخې تېر كړو۔ په ننې ورځ د خوشحالې لمانځلو په وخت ضروري ده چې مونږ په خپلو خوشحالو كښې خپل خپلوان٬ ګاونډيان او په شا او خوا كښې اوسېدونكي ضرورت مند وروڼه او خوئېندې هم شرېكې كړو ځكه چې د اختر رېښتينې خوشحالي يوازې په هغه صورت كښې ترلاسه كېږي كله چې په دې كښې ټول خلق شريك وي۔ ده ووئيل چې راځئ نن چې په خپلو خوشحالو كښې خپل غېر مسلم وروڼه هم شريك كړو او د روادارې او د هذهبونو ترمېنځه چې د همغږۍ ثبوت وركړو۔ بايد په نن ورځ مونږ هغه خلق هم هېر نه كړو كومو چې د وطن حفاظت او د خطرو څخه محفوظ كولو لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي۔ زما دعا ده چې الله تعالٰي دې خوږ وطن په خپل حفظ او امان كښې وساتي او پاكستان دې د امن٬ پرمختګ او خوشحالې مركز جوړ كړي۔

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں