پاكستان رېلوے په وړوكي اختر مشرانو وګړو لپاره لوئې پېكج اعلان كړو 65 كلن او د زيات عمر وګړي به د اختر په اولنۍ او دوهمه ورځ د ټولو ټرېنونو په ټولو كلاسونو كښې وېړيا سفر كولې شي۔

image

لاهور۔11 جون(اے پی پی ) پاكستان رېلوے په وړوكي اختر مشرانو وګړو لپاره لوئې پېكج اعلان كړو
65 كلن او د زيات عمر وګړي به د اختر په اولنۍ او دوهمه ورځ د ټولو ټرېنونو په ټولو كلاسونو كښې وېړيا سفر كولې شي۔ د رېلوے وزيرې روشن خورشيد بروچه په هدايت پاكستان رېلوېز د سینئر سیټیزن عید پېکج نوټیفیکېشن جاری كړې۔ د رېلوېز وياند وئيلي چې د شناختي كارډ په نقل به اېډوانس بكنګ او اي ټكټنګ هم وېړيا وي او د سفر په مهال به اورېجنل کمپیوټرائزډ شناختی کارډ ښودل لازمي وي۔ ده ووئيل په رېلوے سټېشن د شناختي كارډ په ښودلو به مشرانو مېرمنو او سړو ته د كرايه نه غېر ټكټ جاري كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان رېلوے وړاندې ټولو مسافرو لپاره د اختر په اولنۍ او دوهمه ورځ كرايه كښې د 30 فيصد رعايت اعلان كړې

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں