د اولسمشر ممنون حسېن او د ده چينائي همڅنګ شي جن پنګ ترمينځھ ملاقات، په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښی په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفصيلي خبرې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د آزمائيلې شوې ستراتيجيكي مرستې په لا مضبوطولو اتفاق

image
APP01-09 QINGDAO: June 09 - President Mamnoon Hussain in a meeting with Iranian President Dr. Hassan Rouhani on the sidelines of SCO Summit. APP

چنګ ډاؤ ۔ 9 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن او د ده چينائي همڅنګ شي جن پنګ د پاكستان او چين ترمينځھ د آزمائيلې شوې ستراتيجيكي مرستې په لا مضبوطولو اتفاق كړې۔ چين پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ پاكستان سره د اړيكو ترجيحي حېثيت به په ځائې ساتلې شي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ او افغانستان او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار او هڅې د ستائلو دي۔ ددواړو لارښودو ترمينځھ ملاقات د چين چنګ ډاؤ ښار كښې وشو۔ اولس مشر دا مهال د چينائي اولس مشر شي جن پنګ په بلنه د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو 18 مه غونډه كښې ګډون له د چين په دوره دے۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو تفصيلي خبرې وكړې۔ اولس مشر شي جن پنګ ته يو ځل بيا د چين اولس مشر په ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ اولس مشر چين ته د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل 18 مې غونډې په كوربتوب كولو مباركي وركړه او ددې كاميابۍ له ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان د تېر كال څخه په دې تنظيم كښې د چين لخوا د بېلو ګامونو او وړاندېزونو حمايت كوي۔ د چين اولسمشر د تنظيم غړې جوړېدو څخه وروستو د پاكستان د فعال كردار ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو په دوه اړخيزه آزمائيلې شوې ستراتيجيكي شراكتدارۍ او د ملګرتيا په نزدو اړيكو رڼا اچولو سره ووئيل پاكستان او چين ټول عمري د يو بل ملګرتيا كړې۔ دوئي ووئيل دا آزمائيلې شوې اړيكې ٬ مرسته او شراكتداري به لا مضبوطولې شي۔ اولسمشر ممنون حسېن د چينائي اولسمشر شی جن پنګ روډ اېنډ بېلټ اقدام او سي پېك كښې دده خوښي وستائله۔ دواړه لارښود د بېلو منصوبو زر تر زره تر پايې رسولو ته سلا شول۔ دواړه لارښو د پاكستان او چين ترمينځھ تجارت كښې توازن او ښه والي راوستلو ته هم سلا شول۔ اولسمشر شي جنګ پنګ د ترهګرۍ په ضد جنګ او افغانستان او سيمه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د كردار او هڅو ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں