اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي)په پاكستان كښې د تركيې سفير مصطفٰی يرداكل وئېلي دي د اولس مشر رج?? طيب اردوان روانه اونۍ د پاكستان دو??ه به تاريخي او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه مثالي دوه اړخيزه اړيكو پلو يو مهم اقدام وي٬د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستې د زياتوالي په اړه په ګڼ شمېر لوظ نامو لاس ليك كېږي۔دا خبره ده د شورو په ورځ د تركيې خبر رسنې ادارې ته مركه كښې كړې۔د تركيې سفير ووئيل د اولس مشر رج?? طيب اردوان دورې په موقع په اسلام آباد كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی كچ د سټراټېژېكي كوآپرېشن كونسل غونډه كېږي چې پكښې د اړوندو هېوادونو وزيران او لارښود ګډون كوي۔رجب طيب اردوان به(نن)د زيارت په ورځ د اعلٰی كچ ??لا??ي سره د پاكست??ن په دوه ورځنۍ دوره راځي٬دې س??ه به د دواړو هېوادونو اړېكې لا مستحكمې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې سفير ووئيل د 60 څخه زيات سوداګرو ??لا??ي به هم د تركيه اولس مشر سره ملګرې وي كوم به چې د دواړو هېوادونو شريك تجارت او اقتصادي اړېكې نوې كچې ته ورسوي ۔ده ووئيل د سي ??یك وړومبې پړاؤ بشپړیدونكے دے او د دوهم پړاؤ لپاره هڅې او خبرې روانې دي٬دوهم پړاؤ څخه هيلو لرو چې دې س??ه به پاكستان د خاص اقتصادي زونز د لارې كمرشل مركزشي۔ده ووئيل مونږ دې اقتصادي زونز كښې د برخې اخستو خوښي لرو او زمونږ خواهش دے چې د تركيې سرمايه كار په پاكستان كښې زياته سرمايه كاري وكړي