وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د برتانيې آئل اینډ ګېس کمپنۍ رائل ډچ شیل پلاوي د سی ای او په مشرۍ كښې وليدل

image
APP88-19 LONDON: April 19 - Delegation of Royal Dutch Shell led by Mr. Ben Van Beurden, Chief Executive Officer, Royal Dutch Shell called on Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi. APP

لندن 19 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی سره د برتانيې آئل اینډ ګېس کمپنۍ رائل ډچ شیل پلاوي د سی ای او بین وان بیډن په مشرۍ كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال د کمپنۍ د اړخه د نورې سرمایھ كارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سی ای او پاکستان كښې د انرژۍ څانګې پرمختګ او په خاص توګه د ایل اېن جی او تجدید وړ توان څانګې پرمختګ وستائلو۔ د رائل ډچ شیل چیف ایګزیکټیو وزیراعظم د ایل این جی او د پاکستان د تجدید وړ توان څانګو كښې خوښي ولرله او د توان په اړه ئې د سرمایه كارۍ نه خبر كړو۔وزیراعظم هېواد كښې د انرژۍ په حقله د شیل کردار ستائلو سره هيله ښكاره كړه چې کمپنی به ایل این جی او د تجدید وړ توان پشمول ریفائنری كښې سرمایه كاري وكړي۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او په برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس هم د وزيراعظم سره موجود وؤ۔

مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں