هند سوئېلي آسيا كښې تر ټولو زيات درآمد كونكې هېواد دې

image

اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير وئېلي دي چې هند سوئېلي آسيا كښې تر ټولو زيات درآمد كونكې هېواد دې٬پاكستان په دې اړه تشويش لري٬هند پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سخته خلاف ورزۍ كوي٬بايد نړيواله ورورولي د دې نوټس واخلي۔ده په اسلام آباد كښې هند يو بې نامې سيمه ايز طاقت په سرخط نړيوال سېمينار ته خطاب كولو۔ده ووئيل په هند كښې اقليتونه او په خاص توګه مسلمانان او سيكهان سختو حالاتو سره مخ دي۔ده ووئيل د هند اولس ولږې تندې سره مخ دې خو د مودي حكومت د وسلې اخستلو كښې بوښت دې٬د نړۍ لويې طاقتونه او وزيراعظمان هند ته دې لپاره ځي هغوي نور څه تعلق نه لري۔ده ووئيل په هند كښې اقليتونه٬د ماشومانو او د مېرمنو عزتونه محفوظ نه دي د كوم هم هېواد د اقدارو اندازه دې خبرې څخه كيدې شي چې هغوي د اقليتونو سره څه سلوك كوي۔ده ووئيل هندي عسكر نه يوازې په كشمير كښې بې ګناه وګړي په نښه كوي بلكې د هند په ځينو رياستونو كښې هم د ظلم دا ډول سلسله روانه ده

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں