اسلام آباد 02 مئي(اے پی پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د دې عزم څرګندونه كړې چې فاټا اصلاحات به يو مياشت كښې بشپړ كړې شي٬ اېجنسي ډوېلپمنټ فنډ په سمدستي توګه ختم كړې شوې٬ دې كښې دوه رائے نشته چې فاټا په قامي چوكاټ كښې شاملول پكار دي٬ ټول پارلماني لارښودو سره به مشاورت كښې ټائم فرېم وركولې شي٬ بلدياتي ټاكنې سږ كال د اكتوبر نه وړاندې د كولو پرېكړه شوې ٬ قامي او د صوبائي اسمبليو انتخاباتو لپاره ټولو سياسي ګوندونو سره په ګډه د ټائم فرېم پرېكړه كولې شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د مخالفې ډلې د مشر مننه كوم ٬ ھغوي زما ملګري دے او زه افسوس لرم چې د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ او د اېن اېف سي غونډې له امله د مخالفې ډلې د مشر وېنا اورېدو لپاره په وخت رانغلم ٬ د ھغوي د وېنا پاتې برخه به د زيارت په ورځ اورم۔ ده ووئيل دا ضروري ده چې وزيران او غړي دلته موجود وي٬ دا د پائي غونډه ده بايد غړي خپله حاضري باوري كړي۔ وزیراعظم ووئيل زه يوې ضروري مسئلې پلو ستاسو پام راګرځول غواړم اوسني حكومت او پارلمان د دې خبرې عزم لري چې د فاټا په اصلاحاتو دې زر تر زره عمل درآمد وكړې شي ٬ په دې لړ كښې په ابتدائي توګه يو بل قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه د منظورېدو نه پس عملي كړې شوې چې له مخې ئې د سپريم كورټ او هائي كورټ دائره تر فاټا پراخه كړې شوې ده۔ وزيراعظم ووئيل د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ چې پكښې وزيراعظم٬ سرلښكر ٬ ګورنر٬ د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير او د وفاقي وزيرانو پشمول نور شامل دي غونډه شوې ده۔ ده ووئيل د ګل په ورځ ما د قبائيلي سيمو دوره كړې او قبائيلي مشرانو سره مې خبرې هم كړې دي٬ د پرمختګ د عمل مې هم څارنه كړې٬ ده ووئېل د امن او امان صورتحال تسلي بخش دے٬ ځائي خلقو په زرګونو قربانۍ وركړې ٬ زمونږ د وسله والو ځواكونو پشمول قانون نافذ كوٶنكو ادارو او سوېلين ډېرې قربانۍ وركړې دي۔ وزیراعظم ووئيل ټولو دا غوښته چې فاټا په قامي چوكاټ كښې شامله كړې شي٬ ده ووئېل نن د كمېټۍ او د اېن اېف سي دغونډې له امله د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وخت راونه رسېدم۔ وزیراعظم ووئيل دا يو داسې جنګ دې چې پكښې دوه رائے نشته چې فاټا په قامي چوكاټ كښې شاملول پكار ده٬ په دې لړ كښې ډېر زيات هوم ورك شوے او ډلو سره مشاورت شوے٬ ده ووئېل دا عمل سرته رسولو لپاره به ټائم فرېم له به ټول پارلماني مشران په اعتماد كښې اخستلې شي٬ په دې لړ كښې قاوني ضرورتونه ترسره كول او قانون سازي كول دي يو او په يوه مياشت كښې دا عمل بشپړول دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ غواړو چې مونږ ټول يو موټې شو٬ دا د فاټا او د پاكستان د اولس ضرورت دے۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د كمېټۍ په غونډه كښې پرېكړه شوې د اېجنسۍ پرمختيائي فنډ دې په سمدستي توګه ختم كړې شي او فاټا به دې څخه خلاصه كړې شي۔ ده ووئيل بلدياتي ټاكنې د سږ كال د اكتوبر نه وړاندې د كولو پرېكړه شوې دغسې چې ځائي اولس ته د حق اختيار ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئېل د قامي او صوبائي اسمبليو د ټاكنو پحقله به ټولو سياسي ګوندونو سره په ګډه د ټائم فرېم پرېكړه كولې شي٬ مونږ هڅه كوٶ چې دا عمل زر تر زره ترسره كړې شي او په دې كښې هېڅ ډول سياسي محاذ آرائي او ابهام نه وي او په ګډه دا پرېكړه وكړې شي