د اسيا پېړې د سهار نمر څيره وهونكے دے ٬ په منطقه كښې د صلاحيتونو څخه د استفادې كولو او د كوټلو هڅو د لارې د امن٬ پرمختګ او خوشحالې شريك مقاصد ترلاسه كېدې شي

image
APP03-10 BOAO: April 10 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi addressing the opening session of the Annual Conference of Boao Forum for Asia. APP

سانیاډ (چین) 10 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سيمه ايزې رابطې٬ آزاد تجارت او پراخا اقتصادي پرمختګ د زغم او دوستې زياتولو سره د انتهاخوښې مخ نيوي لپاره مهم ګرځولو سره وئيلي دي د اسيا پېړې د سهار نمر څيره وهونكے دے٬ په منطقه كښې د صلاحيتونو څخه د استفادې كولو او د كوټلو هڅو د لارې د امن٬ پرمختګ او خوشحالې شريك مقاصد ترلاسه كېدې شي٬ په اوسني تاريخ كښې د پاكستان او د چين د اړيكو كوم مثال نه موندلې كېږي ٬ مونږ په هر لحاظ قوي ورونړه يو٬ په منطقه كښې زمونږ دوستي د تزويراتي استحكام علامت دے۔ ده دا خبرې د چين په هينان ولايت كښې د اسيا د باؤ اقتصادي فورم پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د پراخا روابطو د لارې د امن او خوشحالې نوې دور پېل كولو لپاره چين سره همكاري كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لارې د بېلټ اېنډ روډ اقدام فلېګ شپ پروژه ده او دې به لوئې نتيجې راوځي۔ وزيراعظم دا د پراخا٬ مربوطو او د ګڼ اړخيزه پرمختګ غوره مثال ګرځولو سره ووئيل د دې څخه به ټولې ډلې استفاده وكړې شي او د دغې لارې په جنوب كښې په ژور سمندر كښې د ګوادر بندرځائ پرمختګ په تندې سره روان دے۔ د دې ترسره كېدو سره به نه يوازې دا د راهدارې او د وړلو راوړلو مركز ثابت شي بلكې اقتصادي مركز به هم جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لار به لوېديز چين٬ مېنځنې او سوئيلي اسيا او مېنځني ختيز لپاره اسانه رسنه وركړي۔ ده ووئيل د نړۍ د آبادې اكثريت ٬ زياتې قدرتي وسيلې لرونكې او تجارت لپاره د ښه چاپېرچل په سبب اسيا اقتصادي نظام لپاره ځانګړې حيثيت ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل باؤ فورم د اسيا په اړه نړيوال اقتصادي نظام وضع كولو او په نړۍ كښې خپل مقام جوړولو په اړه د ځانګړي پلېټ فارم په توګه رامخې ته شوے۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2017م كښې د نړۍ په دريو كښې يوه برخه اقتصادي نمو په اسيا بحرالكاهل منطقه كښې راغلې چې پكښې زياتره برخه د چين ده۔ وزيراعظم د ښه ژوند شريكو هيلو لپاره نوې جذبې او عزم سره په مربوطو هڅو كولو زور راوړو چې پكښې اصلاحات٬ د سيمه ايزو ادارو استحكام٬ شريك روابط زياتول٬ د ټېكنالوجې څخه استفاده كول او په انساني وسيلو سرمايه كاري كول شامل دي۔ پرمختګ او سلامتيا لازم و ملزوم ګرځولو سره وزيراعظم ووئيل آزاد تجارت او د شراكتي جدت ثمرات سره مونږ برداشت او دوستې ته وده وركولې شو او داسې به انتهاخوښې لپاره ګنجائش هم نه وي۔ ده ووئيل د چين٬ پاكستان او افغانستان د درې كسيزه فريم ورك مقاصد هم دا مقاصد ترلاسه كول دي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں