اسلام آباد ۔ 24 اپریل (اے پی پی) د پاکستان پشمول ټوله نړۍ كښې شور په حقله د خبرتيا او په دې اړه د شعور بېدارولو ورځ (نن) د شورؤ په ورځ لمانځلې شي۔ په دې لړ كښې به د ټول هېواد په ډویژنل هېډ کوارټرز كښې خاص دستورې كولې شي۔ په دې مهال به د پراکس، سیمینارونو ، کنفرنسونو او مذاكرو اهتمام هم كولې شي۔ دا ورځ د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې كال 1970ﺀ څخه هر كال د اپرېل په 25 مه نېټه لمانځلې شي چې مقصد ئې شور څخه د پېدا كېدونكې چاپېرچل خيرنوالي او په انساني صحت د ناوړه اثراتو پشمول د نورو چارو په حقله اولس كښې شعور بېدارول دي۔ په دې مهال به الېكټرانك ميډيا خاص پروګرامونه هم نشر كوي