د قانون حکمراني باوري كولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ د داخله وزير

image

کراچۍ 18 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقې وزیر اعجاز احمد شاہ وئيلي دي د قانون حکمراني باوري كولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاٶس كښې د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعیل هم موجود ٶ۔ په غونډه كښې د سندھ آئي جي ٬ دوهم آئي جي٬ د رېنجرز ډي جي٬ د نادرا ډائرېكټر او د اېف آئي اے او قانون نافذ كوٶنكو ادارو لوړ پورو ګدون وكړو۔ د سندھ آئي جي ډاکټر کلیم امام وفاقي وزير د امن او امان په صورتحال او د تېر يو كال په مهال د سندھ د حكومت او پوليس كاركردګۍ نه خبر كړو۔ په دې موقع داخله وزير د وفاقې حكومت لخوا د بشپړه مرستي باور وركړو۔ د سندھ آئي جي د امن او امان په بحالۍ كښې د رېنجرز د كردار هم ستائنه وكړه۔ غونډه كښې د دې عزم پخلې اوشو چې د قانون حكمراني به په هر صورت باوري كولې شي او ټولې ادارې به د پاكستان او د اولس بهترۍ لپاره په ګډه كار كوي

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں