د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد پاكستان انسټي ټيوټ آف ټرېډ اينډ ډوېلپمنټ كښې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی)د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي په هېواد كښې د برآمدات زياتولو بلها موقعې شته ٬بېلو څانګو ته پرمختګ وركولو سره د هېواد برآمدات او سرمايه كاري لا زياتولو ته اړتيا ده٬د هېواد تجارت او سرمايه كاري زياتولو كښې د ټرېډ افسرانو كردار مهم وي٬حكومت برآمدات زياتولو او د تجارتي هلو ځلو ودې له لوظي دے٬معيشت په سم پلو روان دے٬كابينې د اي كامرس پالېسې منظور كړې٬د اي كامرس پالېسي نافذ كېدو سره به برآمدات زيات شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان انسټي ټيوټ آف ټرېډ اينډ ډوېلپمنټ كښې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل حكومت د برآمدات ودې لپاره د تګلارې له مخې كار كوي٬تجارتي هلو ځلو ودې او پھ دې څانګه كښې د جديد طرېقو څخه استفادې له د نجي څانګې په مرسته مخ په وړاندې روان يو۔ده ووئيل په هېواد كښې د برآمدات زياتولو بلها موقعې شته٬بېلو څانګو ته پرمختګ وركولو سره د هېواد برآمدات او سرمايه كاري زياتولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د هېواد تجارت او سرمايه كاري زياتولو كښې د ټرېډ افسرانو كردار مهم وي۔ده ووئيل نوي تعينات ټرېډ افسرانو له مباركي وركوم۔ده ووئيل بايد هغوي برآمدات او تجارتي حجم زياتولو له كردار ترسره كړي٬د معيشت ښه والي ته حكومت پام لرنه كوي چې پكښې د تجارت كردار مهم دے۔ده ووئيل د معيشت په ډاكومنټېشن كښې د هېواد ګټھ ده۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں