اسلام د بشري حقونو ترټولو لوئې عملبردار دې۔ د هند سېكولر څېره په ډاګه شوې ده۔ مشتاق احمد غني پاكستان كښې د ټولو حقونه محفوظ دي۔ اقليت تر ټولو زيات پاكستان كښې خوشحاله دې۔ شوكت يوسفزئۍ

image

پېښور ۔05 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپختونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني وئيلي دي اسلام د بشري حقونو تر ټولو زيات علمبردار دې۔ د هند سېكولر څېره په ډاګه شوې ده۔ په كشميري اولس روان ظلم او زياتې د چا نه پټ نه دې ولې د بشري حقونو ادعاګانې كوؤنكي په دې ظلمونو خاموشه دي۔ پاكستان د بشري حقونو حوالې سره د نورو ګاونډي هېوادونو نه ښه دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده كراچۍ كښې په انټرنېشنل هيومن رائټس سسټم وركشاپ ته خطاب كښې وكړه۔ سپیکر مشتاق احمد غنی ووئيل دا ډېر مهم وركشاپ دې او د قومي اسمبلۍ غړو ته به دې څخه د ډېر څه زده كولو موقع ترلاسه شي۔ دستورې ته د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت یوسف زئی خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان كښې د ټولو حقونه محفوظ دي او اقليت تر ټولو زيات پاكستان كښې خوشحاله دې۔ ده ووئيل زمونږ مذهب هر يو ته د يو ډول حقونو وركولو درس وركوي۔ ده ووئيل پاكستان د بشري حقونو حوالې سره تر ټولو غوره هېواد دې۔ د بده مرغه دا د يو سازش لمخې ترهګرۍ سره مخ كړې شوې بياهم زمونږ پوځ او امنيتي ادارو پاكستان كښې ترهګرۍ ته ماتې وركړه او نن پاكستان يو سولييز هېواد جوړ شوې دې۔ ده ووئيل سرمايه كار دلته سرمايه كاري كول غواړي۔ ده زياته كړه چې د اتومي هېواد كېدو لامله راتلونكې وخت به پاكستان له ډېر مهم ثابت شي

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں