حكومت د سي پېك نه زياته ګټھ پورته كولو لپاره د لارو او رېل انفراسټركچر د جديد وخت له مخې جوړوي۔وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار

image

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي حكومت د سي پېك نه زياته ګټھ پورته كولو لپاره د لارو او رېل انفراسټركچر د نوي وخت د معيار له مخې جوړوي۔ده دا خبرې د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل ميجر جنرال انعام حېدر ملك سره د خبرو په مهال وكړی كوم چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د قامي تعمير پرمختګ او د قامي اهميت د لويو پروژو په ترسره كولو كښې د اېف ډبليو او مهم كردار دے۔ وفاقي وزير د ګوادر خلقو لپاره د 4.4 ګيلنه پاكو اوبو پلانټ په ټاكلې شوي وخت كښې په ترسره كولو ټينګار وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د سي پېك له مخې د انفراسټركچر پروژو په ترسره كولو كښې هم د اېف ډبليو او مهم كردار پاتې شوے۔ د ملاقات په مهال د اېف ډبليو او ډائرېكټر جنرل وفاقي وزير د پرمختيائي پروژو د كار او د تفصيلاتو څخه خبر كړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں